امنیت

په بادغیس کې د نا‌چاودېدلو موادو چاودنې درې ماشومان ټپیان کړل

ځايي سرچینې وايي چې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ په یوه کلي کې د ناچاودېدلو مهماتو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د سه‌شنبې له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې درې ماشومان د خپلو مالونو د څرولو پر مهال د جګړو پاتې شوې یوه مرمۍ وموندله او اور ته یې واچوله. له هغې وروسته رامنځته شوې چاودنې لږ تر لږه درې ماشومان ټپیان کړل.

سرچینې زیاتوي چې ټپیان د لومړنیو درملنو لپاره د بالا مرغاب ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د ځمکنیو ماينونو او ناچاودېدلو مهماتو له پلوه خورا ککړ دی. د تېرو څلورو لسیزو جګړو په پایله کې سلګونه مرمۍ او مهمات د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د تازه راپورونو له مخې، هر کال سلګونه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان، د همدې ډول چاودنو له کبله ژوند له لاسه ورکوي او یا ټپیان کېږي.