ستاسو نظر

چین ولې هڅه کوي د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د اوبو سیاستونو کې مداخله وکړي؟

د طالبانو له لوري د اوبو پر سرچینو تمرکز او له ګاونډیو هېوادونو سره د همکاریو کمښت د افغانستان د اوبو سیاست په یوه ستره سیمه‌ییزه لانجه بدل کړی. ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان له مهمو سیندونو تغذیه کېږي، خو د طالبانو نویو بندونو، یو اړخیزو اقداماتو او د اقلیمي بدلونونو له امله دا جریان له جدي خنډونو سره مخ شوی. اوس چین هڅه کوي چې د دې شخړو د حل لپاره د منځګړي رول ولوبوي او د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کولو ته لاره هواره کړي.

ایران له کلونو راهیسې د هلمند سیند د اوبو پر سر له افغانستان سره لانجه لري، خو دا شخړه وروسته له هغه لا پراخه شوه چې طالبانو د بښ‌آباد بند د جوړېدو کار ته بیا زور ورکړ. د طالبانو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر یوې تازه وینا کې د افغانستان د اوبو پر “ملي حاکمیت” ټینګار کړی، او ویلي یې دي چې هېواد یې پر خپلو سرچینو بشپړ اختیار لري. دغه دریځ تهران ته د اندېښنې زنګونه وهلي دي، ځکه د هلمند د اوبو کمښت د ایران په ختیځو سیمو کې د وچکالۍ او ټولنیز بې‌ثباتۍ لامل ګرځېدلی دی.

له بل پلوه، پاکستان هم له افغانستان سره د اوبو پر سر د نوې لانجې د رامنځته کېدو له خطر سره مخ دی. د کابل او کونړ سیندونو پر مخ د اوبو بندېدل، او په ځانګړي ډول د شاه‌توت بند جوړېدل، اسلام‌اباد اندېښمن کړی دی؛ ځکه تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو شریکولو کوم رسمي هوکړه‌لیک نه دی لاسلیک شوی.

طالبان د اوبو سرچینې د اقتصادي ودې یوه مهمه وسیله ګڼي. د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي: “موږ د خپلو اوبو حق اعمالوو، نه دا چې د نورو هېوادونو حقوق تر پښو لاندې کوو.” د طالبانو د حکومت لپاره اوبه یوازې طبیعي سرچینه نه، بلکې د یوه ستراتیژیک ځواک په توګه مطرح دي، او دوی هڅه کوي چې له دې لارې هم خپل کورنی مشروعیت غښتلی کړي او هم اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

چین، چې له طالبانو سره یې اقتصادي اړیکې زیاتې کړي او غواړي افغانستان د “یو کمربند، یوه لار” نوښت یوه برخه شي، دا وضعیت له نږدې څاري. د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې‌اړخیزه غونډه چې تېره اونۍ په کابل کې ترسره شوه، نه یوازې په اقتصادي همکاریو پورې محدوده وه؛ بلکې د ترهګرۍ ضد ژمنو، امنیتي همغږۍ او سیاسي باور جوړونې ته هم پکې ځانګړې پاملرنه شوې وه.

بیجېنګ افغانستان د منځنۍ، جنوبي او لوېدیځې آسیا ترمنځ د یو ستراتیژیک پل په توګه ویني، او هڅه کوي له دې موقع څخه د سیمې د یووالي، امنیت او اقتصادي ودې لپاره کار واخلي. خو د طالبانو د کورني او نړیوال مشروعیت نشتوالی، د افراطي ډلو حضور، او د روڼ تعامل نه شتون لا هم هغه خنډونه دي چې چین یې د ستر پانګوال په توګه بشپړه لاره نه ده خلاصه کړې.

چین له دې پروسې څخه نه یوازې اقتصادي موخې لري؛ بلکې غواړي د سیمه‌ییزو ځواکونو لکه ایران او پاکستان ترمنځ اړیکې هم معتدلې کړي. شنونکي وايي چې بیجېنګ هڅه کوي له طالبانو، تهران او اسلام‌اباد سره یو درې‌اړخیز میکانیزم جوړ کړي څو د اوبو لانجې مدیریت شي، سرحدي همکاري پراخه شي او د سیمه‌ییزو بحرانونو مخنیوی وشي.

د چین دا هڅې که بریالۍ شي، نو دا به د بیجېنګ لپاره د یو نوي ډیپلوماټیک رول پیل وي – هغه رول چې له نظامي مداخلې پرته د سیمه‌ییز ثبات د راوستو وړتیا ولري؛ خو د طالبانو د کورني او نړیوال مشروعیت نشتوالی یې پر وړاندې لوی خنډ دی.

اتل خاورین، د امنیتي او سیاسي مسایلو څېړونکی لیکوال دی.

د آمـو ویب‌پاڼې د نظرونو په برخه کې د مقالې د منځپانګې مسئولیت د هغې لیکونکي پر غاړه دی.