بشري حقوق

افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه زیات شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې ۱۰۴ د لاسرسي خنډ پېښې ثبت کړې، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. راپور ښيي چې د طالب چارواکیو د مداخلې له کبله ۹۵ سلنه داسې پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې ۴۴ بشري فعالیتونه په لنډمهالي توګه درول شوي او یو روغتیايي مرکز تړل شوی دی.

د خنډونو زیاتره بڼه په بشري چارو کې د طالبانو په مستقیمو مداخلو متمرکزه ده، لکه د کارکوونکو د معلوماتو غوښتنه، د پروژو بندول او د ښځو پر بشري مشارکت محدودیتونه. یوازې په جولای کې ۸۹ داسې پېښې ثبت شوي چې د بشري بنسټونو د فعالیتونو مخنیوی یې کړی دی.

په راپور کې جندر اړوند محدودیتونه هم یوه ستره ستونزه بلل شوې، چې د خنډونو ۱۶ سلنه جوړوي. دغه محدودیتونه د ښځینه کارکوونکیو د فعالیتونو مخنیوی، له ساحو څخه د هغوی ایستل، د روزنیزو پروګرامونو ځنډول او پر محرم سربېره هم د تګ راتګ بندیزونه شامل دي، چې دا محدودیتونه د ۹ بشري پروګرامونو د ځنډ سبب شوی دی.

همداراز، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون له امله ۲۲ نوې پېښې ثبت شوي، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې شمېر ۷۲۸ ته رسېږي. دا پېښې د دفترونو تلاشي، ګواښونه، او د ښځو د ګډون محدودول رانغاړي.

په جولای کې د تاوتریخوالي ۱۱ پېښې هم ثبت شوې، چې د بشري بنسټونو د کارکوونکیو، وسایطو او تاسیساتو پر وړاندې د ګواښونو، نیونو او خنډونو سبب شوې دي. دا شمېره د جون میاشتې (۳ پېښې) په پرتله څلور چنده زیاته ده.

د بشري مرستو شریکان وایي، دغه وضعیت نه یوازې د مرستو د تطبیق پروسه اغېزمنه کړې؛ بلکې د مرستندویو کارکوونکیو او اړمنو خلکو د خوندیتوب په اړه یې هم ژورې اندېښنې راپورته کړې دي.