په لوګر کې له زدهکړو، کار او تحصیل یو شمېر محرومې ښځې او نجونې آمو ته وایي، چې طالبانو د دوی ټول اسلامي او انساني آزادۍ سلب کړي دي.
د دوی په خبره؛ طالبانو د لګول شویو محدودیتونو سربېره، د ښځو او نجونو له کور څخه پر وتلو هم بندیز لګولی دی. بل خوا، د لوګر ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي بیا له خلکو سره د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د مامورینو چلند ظالمانه او د ټولو اسلامي شعایرو خلاف کړنه بولي.
۱۴۳۶ ورځې کېږي، چې د طالبانو له لورې ښوونځي ته له تګه محرومه شوې ده.
هغې غوښتل، چې ډاکټره شي؛ خو طالبانو د نوموړې دغه هیله د کور په یوې څنډه کې بندیوانه کړې ده.
مستعار نومې نولس کلنه آمنه چې د لوګر ولایت اوسېدونکي ده؛ وایي چې دولسم ټولګي کې وه، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او د دې په ګډون، د ټولو نجونو هیلې یې په ناهیلۍ بدلې کړې.
امنه وایي، ښوونځي ته له تګ تر محرومېدو وروسته، لوګر ولایت کې یې آرایشګرۍ ته مخه کړه، خو طالبانو دغه هیله یې هم ور مړه کړه.
امنه مجیدي آمو ته وویل: «ما غوښتل چې ډاکټره شم، خو د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړل کېدو له امله خپل هدف ته ونه رسېدم. له زده کړو د محرومېدو وروسته مې د ارایشګرۍ کار پیل کړ، خو طالبانو دغه کار هم رانه واخیست.»
دا منې په څېر، زرګونه نورې نجونې هم په افغانستان کې د طالبانو د سخت دریځو سیاستونو ښکار ګرځېدلې دي او هره یوه یې د طالبانو له محدودیتونو ترخې او ناهیلې کوونکي روایتونه لري.
د لوګر یوه اوسېدونکې، ساجده، وايي: «چهار سال شده که طالبان دختران ما را از درس و تحصیل محروم ساخته و دختران ما شب و روز اشک میریزند. هیچ امید به آینده نداریم.»
د طالبانو تېر څلور کلنه واکمني، افغانو ښځو او نجونو ته له محرومیت، محدودیتونو او ناهیلیو ډک کلونه وو. له زدهکړو، تحصیل او کار څخه د دوی محرومیت، له ټولنې د ښځو هدفمنده حذفول او د طالبانو سخت دریځې پالیسۍ، له دوی د ژوند ټول فرصتونه اخیستي دي.
افغانې ښځې او نجونې وایي، چې په دې کلونو کې د طالبانو له لوري له تحمیلي محرومیتونو سربېره، نور سخت کړاوونه یې هم ګاللې دي، خو د خپلو خوبونو او ښې سبا لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
