سویلي آسیا

خیبرپښتونخوا کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر ۳۹۳ تنو ته رسیدلی

د خیبرپښتونخوا د ناورین مدیریت ادارې په راپور کې راغلي، چې یوازې د بونیر په سیمه کې ۲۳۴ کسان د وروستیو سېلابونو له امله مړه شوي او ۱۲۸ نور ټپیان شوي دي.

په نورو سیمو کې هم تلفات زیات دي؛ په ځانګړي توګه سوات کې ۲۰ کسان او په شانګله کې ۳۶ کسان مړه شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان د هوا پېژندنې سازمان خبرداری ورکړی چې د اګست له ۲۲ څخه تر ۲۶ پورې به شدید بارانونه، تند بادونه او بریښنايي توپان د خیبر پښتنونخوا په مرکزي او شمالي برخو کې رامنځته کیږي.

چارواکو د ناڅاپي سېلابونو، ځمکې د خوځېدو او د ښارونو لکه پېښور او مانسهره کې د اوبو له ډکېدو خبرداری ورکړی دی.

دوی ویلي، احتمال شته چې د خښتو کورونه، د برېښنا ستنې او د اعلانونو تختې زیانمنې شي.