په کندهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور امر عبدالشکور څپاند وايي، چې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د سرحدي پولیسو لهخوا د ۱۳۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د هغه په وینا، یادې سکې د اماني او ظاهرشاهي دورو پورې تړاو لري.
د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې یوه افغان هڅه کوله، ترڅو یادې سکې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته قاچاق کړي.
