د باجوړ په ناوګۍ تحصیل کې د چرمنګ په لرې پرته سیمه کې د جومات دننه چاودنه شوې چې له امله یې د راپورونو پر بنسټ له شلو ډېر کسان وژل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې راپور له مخې، د پېښې دقیق علت تر اوسه نه دی څرګند، خو ځینې سرچینې وايي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې وسلهوال هم شامل دي. د سیمې لرېوالی د پېښې خپلواک تائید ستونزمن کړی دی.
بلخوا، د جنوبي وزیرستان چارواکي او اوسېدونکي وایي، د پنجشنبې سهار د جنوبي وزیرستان د برمل په تحصیل کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د سختې نښتې پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډزو تبادله د کرمزي سټاپ په سیمه کې هغه مهال پیل شوه، چې پوځ د وسلهوالو یوه مهمه پټنځای تر خپل کنټرول لاندې راوستلو لپاره عملیات ترسره کول.
په نښته کې ۱۱ تنه اوسېدونکي ټپیان شول، چې لومړنۍ درملنه ورته ورکړل شوه او وروسته د وانا ولسوالۍ مرکزي روغتون ته ولېږدول شول.
عیني شاهدان وایي، د ورځې تر پایه نښتې په نوبتي ډول روانې وې، او د سیمې اوسېدونکي وایي، د عملیاتو پر مهال چاپېریال ترینګلی و، کورنۍ په خپلو کورونو کې د څو ساعتونو لپاره بندې پاتې شوې. د واڼه ـ اعظم ورسک سړک تر شاوخوا یوه بجه تړلی پاتې شو، چې ورځنی ژوند یې ګډوډ کړ. د پاکستان امنیتي چارواکو وروسته تایید کړه چې لاره بېرته خلاصه شوې ده.
