ورزش

ننګرهار کې د هېواد په کچه د زورخانه‌يي سیالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د هېواد په کچه د زورخانه‌يي  پنځه ورځنۍ سیالۍ پيل شوې دي.

یادې سیالۍ د افغانستان د بدني روزنې او المپیک عمومي ریاست او د زروخانه‌يي فدراسیون په نوښت نن شنبه پيل شوې دي، چې موخه يې ملي لوبډلې ته د ورزشکارانو غوره کول دي.

د زورخانه‌يي ملي فدراسیون مشر وایي په دې سیالیو کې د پنځو ولایتونو لوبډلې شاملې دي، چې له دوی څخه به د ملي لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي په ګوته شي.

سرچینه وایي دا سیالۍ به پنځه ورځې دوام ولري.

د دې لوبو ګډونوال لوبغاړي هم خوښ دي، چې په لومړي ځل په ننګرهار کې د دا ډول سیالیو زمینه ورته برابره شوې ده.

دوی وایي ډاډه دي، چې له دې ځایه به د ښې روزنې ترڅنګ په ملي لوبدله کې هم ښه وځلېږي.

د ننګرهار د المپیک او ورزش ریاست مسوولین وایي، تر دې سیالیو وروسته به ننګرهار د هېواد په کچه د غېږ نیونې سیالیو کوربه وي.