آمو د هغو کسانو لېست ته لاسرسی موندلی چې د پاکستان ناستې ته وربلل شوي دي. په دې لېست کې ۳۶ سياسي څېرې، فعالان، مېرمنې او همدارنګه د افغانستان د ژغورنې د عالي مقاومت شورا او د ملي سولې او عدالت د خوځښت غړي شامل دي.
په دغه نوملړ کې د نصير احمد اندېشه، مصطفی مستور، شينکي کروخېل، فوزيه کوفي، حبیب رحمان حکمتيار، خان اغا رضايي، نرګس نهان، بلقيس احمدي او نورو څېرو نومونه ليدل کېږي.
په دغه لېست کې لږ تر لږه د ۱۷ تنو مېرمنو نومونه شته دي،
د نوملړ پر بنسټ، نور کسان چې دې ناستې ته وربلل شوي دي: معصومه خاوري، عاليه يلماز، حسين علي ياسا، زهرا حسيني، ميرويس ناب، شيما خوګياڼۍ، قهرمان حقاني کاکړ، سيما نوري، ادريس زمان، نور رحمان اخلاقي، عبدالله قرلق، احمدالله عليزي، ضياالدين اريننژاد، مجيب الرحمن رحيمي، سيما معصومي، اثرالحق حکيمي، محمدکريم اتل، فريدون الهام، شهرزاد کوفي احمدي، سجیه بي بي امين، مسعوده کرخي، احمد سهيل بهبود، سلما نويد يوسفزی، جواد احمدي، بشير احمد انصاري او نبيله مصلح شامل دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې له دې څېرو څو تنه به په دې ناسته کې ګډون وکړي. دغې ناستې چې ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې تر سره شي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
دا ناسته به د اګسټ په ۲۵ او ۲۶ نېټه په اسلاماباد کې جوړه شي.
د سرچينو په وينا، ګډونوال به د بشري حقونو، د ښځو او نجونو د وضعيت او د افغانستان د سياسي حالت په اړه خبرې او سلا مشورې وکړي.
طالبان وايي، تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه لري. پاکستان هم تر دې دمه په رسمي ډول د دې ناستې په اړه څه نه دي ويلي.
