د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون وايي، چې ایران او پاکستان تېره ورځ (یکشنبه، د زمری ۲۶مه) ۵۰۳۲ کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي دي.
د دې کمېسیون په وینا، دغه کډوال د ۸۴۸ کورنیو غړي دي، چې له دې ډلې څخه ۲۶۲۲ تنه یې خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي دي.
دغه کډوال د اسلامکلا، د ورېښمو پل، تورخم او سپین بولدک د سرحدي دروازو له لارې په جبري او اختیاري ډول ایستل شوي دي.
د آمو موندنې د طالبانو د کډوالو چارو د عالي کمېسیون د وړاندې شویو احصایو پر بنسټ ښيي، چې یوازې په یوه اوونۍ کې (د ۱۰ څخه تر ۱۷ اسد) ۵۵۰۳۸ کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت چارواکو د دې وزارت د کلنۍ راپور ورکونې په غونډه کې په کابل کې ویلي، چې په تېرو درې میاشتو کې (غوايۍ، غبرګولی او چنګاښ) له ایران څخه شاوخوا ۱.۸ میلیونه تنه ایستل شوي دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسیون په افغانستان کې په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې څخه تر روان کال د جون ۳۰مې پورې نږدې ۱.۲ میلیونه تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوي دي.
خو دواړو هېوادونو د افغان کډوالو د شړلو بهیر لا هم چټک کړی، او یو شمېر راستنیدلي کډوال وايي، چې د جبري راستنېدو پر مهال د «شکنجې، شتمنیو ضبط، غیرانساني چلند او سپکاوي» سره مخ شوي دي.
