سویلي آسیا

د سپینې ماڼۍ سلاکار: د هند له‌خوا د روسیې د نفتو پېرل باید ودریږي

د سپينې ماڼۍ د سوداګرۍ سلاکار، پيټر ناوارو، ويلي دي چې د هند له خوا د روسیې د خامو نفتو پېرل، اوکراین کې د مسکو جګړه تمويلوي او دا لړۍ بايد ودريږي. هغه زیاته کړې چې نوې ډهلي «اوس له روسیې او چین دواړو سره نږدې کېږي.»

ناوارو په يوه ليکنه کې چې په فایننشال ټايمز کې خپره شوې، ليکلي: «که هند غواړي د امریکا د سټراټيژيک ملګري په توګه چلند ورسره وشي، نو بايد د داسې يو ملګري په څېر عمل وکړي.»

د هند د بهرنيو چارو وزارت مخکې ويلي وو چې هېواد يې په ناعادلانه ډول د روسیې د نفتو د پېرلو له امله د انتقاد تر نښه لاندې راغلی، حال دا چې متحده ایالات او اروپايي اتحاديه لا هم له روسیې څخه توکي پيري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د همدې مياشتې په پیل کې پر هندي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله او د دليل په توګه يې د نوي ډهلي د روسي نفتو دوامداره پېرنې يادې کړې. په دې سره د هند پر وارداتي توکو د امریکا ټولې تعرفې ۵۰ سلنې ته رسېدلې دي.

ناوارو ويلي: «هند د روسي نفتو لپاره د نړيوال تسويې يوه مرکز ته ورته عمل کوي، تحريم شوي نفت يې په لوړه بيه د صادراتو په بڼه بدلوي او مسکو ته هغه ډالر برابروي چې ورته اړتيا لري.»

دغه سلاکار همداراز ويلي چې هند ته د امريکا پرمختللې پوځي وړتياوې انتقالول له خطره خالي نه دي، ځکه نوې ډهلي «اوس له روسیې او چین دواړو سره نږدې کېږي.»

چین او هند، چې له اوږدې مودې راپدېخوا رقیبان دي، اوس په ارام او احتیاط سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي، په داسې حال کې چې د ټرمپ له لوري پر دواړو هېوادونو غیرقابل‌پېشبيني چلند روان دی. ټاکل شوې د هند صدراعظم نريندرا مودي د همدې میاشتې په پای کې د چین له ولسمشر شي جين‌پينګ سره وویني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د دوشنبې په ورځ هند ته لاړ شي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې وړ پوله وڅېړي.

يوې سرچينې د تېرې اوونۍ په پای کې ويلي، چې د امريکايي سوداګريزو خبرو اترو د پلاوي پلان شوې سفر به نوي ډهلي ته د اګسټ له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې ترسره نه شي. دا کار به د وړاندیز شوې سوداګريزې موافقې خبرې وځنډوي او د اګست له ۲۷مې وروسته د هند پر توکو د امريکا د اضافي تعرفو د کمېدو هيلې له منځه یوسي.