له کندز ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وایي، چې د دغه ولایت په علياباد ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غړي خپل ورور وژلی دی.
د سرچینو په وینا، محمد عمر چې په ملا طوفان مشهور دی او د علياباد ولسوالۍ د قاسمعلي کلي اوسېدونکی دی، د یکشنبې په ورځ د ځمکې پر سر د شخړې وروسته خپل ورور سیداکبر په ډزو وژلی دی.
ځايي سرچینو زیاته کړه، چې له دې پېښې وروسته تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه ښیي چې ملا طوفان نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو وروسته څو ځله ورته خونړي او تاوتریخوالي پېښې پر دوی پورې تړل شوي دي.
