سیاست

پاکستان کې د افغانستان په تړاو غونډې ته غبرګونونه

File photo.

په پاکستان کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې ناسته، له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې ده.

باخبره سرچینې امو ته وایي، چې دغه ناسته به د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام آباد کې د شمېر سیاسي څېرو، د ګوندونو مشرانو او د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون جوړه شي. د سرچینو په خبره، د دې ناستې ګډوال به د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت، د ښځو او نجونو او د افغانستان د سیاسي وضعیت په تړاو به بحث او خبرې وکړي.

پاکستان تر اوسه په رسمي توګه د دې ناستې د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.باخبره سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو مخالفین به د اګست په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام آباد کې یوه ناسته جوړه کړي او په یاده ناسته کې له ۲۵ تر ۳۰ پورې د افغانستان سیاسي څېرې، د ګوندونو مشران، د بشري حقونو فعلان او د ښځو او مدني ټولنو د معترضو غورځنګونو غړي به پکې ګډون وکړي. د سرچینو په خبره؛ د دې ناستې اصلي موخه د بشري حقونو وضعیت ته کتنه، د ښځو او نجونو د کار، زده کړو او تحصیل د شرایطو ارزونه او دغه راز د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه خبرې اترې دي.

د معلوماتو په اساس؛ د دغه ناستې کوربتوب د سویلي آسیا د ستراتېژیک ثبات بنسټ او د ” افغانستان لپاره د ښځو ډلې ” په همکارۍ ترسره کېږي او د پاکستان یو شمېر سیاسي او حکومتي څېرې به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د پاکستان یو شمېر سیاسي څېرې به هم پکې ګډون وکړي.پاکستان تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیل‌زاد، د اسلام آباد کې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو راټولېدنه پاروونکې او نامعقوله پرېکړه بللې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی، زلمی خلیلزاد، وایي: «د افغانستان وګړي حق لري چې خپل سیاسي لیدلوري ولري، خو د دې غونډې له کوربتوب څخه د پاکستان ظاهري ملاتړ نامعقوله او پاروونکې کړنه ده.»

د خلیلزاد دغه دریځ، د ځینو سیاسي څېرو له تند غبرګون سره مخ شوی دی.

محمد محقق، د خلیلزاد دریځ غیرمسوولانه بللی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول زلمی خلیلزاد دی.ښاغلی محقق وایي: «تاسې څوک یاست او د کوم هېواد په استازیتوب غیرمسوولانه څرګندونې کوئ؟ د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول تاسې یاست او د نیوکې حق نه لرئ.»

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هم د خلیلزاد خبرې دیکتاتوریکه بللي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ښځې او نجونې باید د خپل برخلیک په اړه په آزاده توګه خبرې وکړي.

فوزیه کوفي، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، وایي: دا مخالفت د دې لپاره دی، چې هغوی غواړي د تل لپاره زموږ د هېواد برخلیک په خپل لاس کې ولري؟ اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ ته اجازه راکړل شي، څو داسې څه جوړ کړو چې زموږ لپاره ګټور وي.د یاسین ضیا چې د ازادۍ جبهې مشري پر غاړه لري، آمو ته تایید کړې چې دې غونډې ته بلل شوی، خو ګډون به پکې ونه کړي. د احمد مسعود په مشرۍ هم د ملي مقاومت جبهې آمو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې لا تر اوسه یې د ګډون یا نه ګډون په تړاو پرېکړه نه ده کړې.

خو د افغانستان د ژغورنې لپاره د عالي مقاومت شورا وایي چې ځینې غړي به یې په دې غونډه کې ګډون وکړي.د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم وایي، هره غونډه چې د ښځو او نجونو د وضعیت د بدلون او د طالبانو پر وړاندې د ډېر فشار لامل شي، دوی یې هرکلۍ کوي.

په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې له ډېرو لوړو او ژورو سره مل وې، له سرحدي جګړو نیولې بیا د پاکستان تر هوايي بریدونو پورې، چې د «ټي‌ټي‌پي» د مهارولو لپاره د افغانستان پر خاوره یې ترسره کړل.اسلام ‌آباد تر اوسه طالبانو ته سیاسي مشروعیت نه دی ورکړی او خپلې دیپلوماتیکې اړیکې یې یوازې د سفیر تر کچې ساتلي دي.

د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، پاکستان د خپلو امنیتي اندېښنو، د ټي‌ټي‌پي د شتون او د طالبانو له دې نافرمانۍ سره، چې د اسلام آباد د غوښتنو پر بنسټ د امنیتي ګواښونو د مهارولو لپاره اقدام وکړي، هڅه کوي چې د طالبانو سیاسي مخالفین پیاوړي کړي او د هغوی ترمنځ یووالی رامنځته کړي. تر دې مخکې هم یو شمېر سرچینو، اسلام ‌آباد ته د طالبانو د ځینو سیاسي مخالفینو د پټو سفرونو په اړه خبر ورکړی وو.