Uncategorized @ps روغتیا

سرچینې: خوست کې د درملتونونو مالیه له ۷۰۰ څخه ۱۵۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده

د خوست ولایت اړوند له علیشیرو ولسوالۍ څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په یاده ولسوالۍ کې طالبانو د درملتونونو مالیه ۷ برابره لوړه کړې ده.

سرچینو یکشنبه د زمري په ۲۶مه وویل، چې یاد مالیات خوست ښار کې هم څو چنده شوي.

د خوست اړوند په علیشرو ولسوالۍ بازار کې د ځینو درملتونونو مسولان وايي، که چیرې یو درملتون ۵۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت معاینه خانه ولري، نو بیا مجبور دي، چې ۱۵۰۰۰ زره افغانۍ مالیه طالبانو ته ورکړي.

همدا راز د درملتونونو مسولان زیاتوي، چې پخوا یې ۷۰۰ افغانۍ مالیه وه، چې هغه هم د ملا هبت الله د فرمان له مخې معاف شوې وه، خو طالبانو دغه مالیه بېرته څو برابره لوړه کړې او په جبري توګه یې ترې اخلي.

سرچینې وايي، چې د دې سربېره په خوست ښار کې مالیه له دې څو برابره لوړه شوې ده، چې د درملتونونو مسؤلان یې زیان له ناروغان باسي.

د سرچینو په خبره، په ولسوالیو کې درمل پلورنکو او معاینه خانو ته تېره شنبه خبر ورکړل شوی، چې ژر تر ژره یاده مالیه تحویل کړي.