په غزه کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې، په رفح کې د مرستو د ویش مرکز ته نږدې دوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې په بریج پنډغالی کې د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي، چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
شپږ نور کسان هم چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو، د زیکیم په سیمه کې په برید کې ووژل شول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي چې د می له وروستیو راهیسې په غزه کې له ۱۷۶۰ څخه ډیر فلسطینیان د مرستې ترلاسه کولو په هڅه کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې د تېرې ورځې په بریدونو کې څه کم ۴۴ فلسطینیان ووژل شول.
