د ایران د پوهنې وزارت ویاند، علي فرهادي ویلي، چې سږ کال پرېکړه شوې چې د بېسنده افغان کډوالو زده کوونکي په ښوونځیو کې ثبت نه شي.
هغه ویلي، چې د دولت د نظر له مخې به اقدام وشي، او په اوسني وخت کې بېسنده کډوال زده کوونکي نه ثبتیږي.
علي فرهادي همدارنګه له اسراییلو سره د جګړې پر مهال د زیانمنو ښوونکو په هوټلونو کې د اوسېدو په اړه ویلي: «کله چې جګړه پیل شوه، د خدمت هڅه مو وکړه. د جګړې پر مهال د موقت ښوونځیو د ځای پر ځای کولو بحث پیل شوی و او ډېرو ښوونځیو د موقت ځای لپاره چمتووالی نیولی و، نو سمدلاسه اعلان وشو چې هر هغه کورنۍ چې د دوی کور جزوي یا بشپړ زیانمن شوی وي، کولی شي موقتاً په دې ځایونو کې واوسي، څو موږ د ښوونکو او غیر ښوونکو سره مرسته وکړو.»
هغه زیاته کړې: «یو زده کوونکی چې مور او پلار یې غیر قانوني کدوال ويو، خو هغه زده کوونکی هیڅ ګناه نه لري، او له بلې خوا هم ناپوهۍ خطرناکه ده؛ نو که زده کوونکی سواد او زده کړې ترلاسه کړي، دا انسانیت ته او د ګاونډي هېواد لپاره هم مرسته ګڼل کېده.»
د ښوونې او روزنې وزارت ویاند ویلي چې اوس دولت پرېکړه کړې چې د بېسنده کډوالو برخه تنظیم او خپل هېواد ته ور بېرته واستوي، او باید د قانون له مخې د قانوني اتباعو د ثبت په برخه کې مرسته وشي.
