د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د طالبانو څلور کلنه واکمني؛ له روسیې پرته لا هم نړۍ دوی په رسمیت نه پېژني

د طالبانو بیرغ، انځور له رویټرز

په افغانستان کې د طالبانو واکمني څلور کلنه شوه؛ خو له روسیې پرته بل هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه پېژني.

طالبانو په دې موده کې، هغه کورني مشروعیت ته شا اړولې ده چې له مخې یې خلک د رایې ورکولو او د راتلونکي د ټاکلو حق لري. بلخوا ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو څلور کلنه واکمني، د مشرتابه ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو سره مل وو.

خو، ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې هبت الله اخندزاده په کندهار کې لا هم خپل واک ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د واکمنۍ د څلورو کلونو په بهیر کې، سیاسي شخصیتونه او له هېواده بهر غورځنګونه هم د طالب ضد نظامي جبهو سره په یوځای کېدو او یووالي کې پاتې راغلي دي. طالبان هم ډاډه برېښي او وايي، چې په دې څلورو کلونو کې یې د خپل نظام د نسکورېدو کومه نښه نه ده لیدلې.

له نن څلور کاله وړاندې، په همدې ورځ د زمري ۲۴مه؛ د افغانستان جمهوري نظام دړې وړې شو.

حکومت سقوط وکړ، طالبان بیا ځلې کابل ته راغلل، خلک وارخطا ول، او بهرنيان له افغانستانه د وتلو په لټه کې ول، خو هېواد په پوره حیرانتیا کې ډوب تللی و.

د طالبانو واکمني څلور کلنه شوه، هغه واکمني چې ملګري ملتونه یې یوه توکمیزه واکمني بولي او وایي، چې جوړښت یې یوازې له طالبو څېرو څخه دی.

د دې اوږدې مودې په بهیر کې، تل د کورني مشروعیت نشتوالی یادونه شوې، ځکه چې خلک دخپل زعیم د ټاکلو حق نه لري. د طالبانو په منځ کې هم، د مشرتابه ترمنځ د سختو اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي، په ځانګړې توګه د سراج الدین حقاني او هبت الله اخندزاده ترمنځ د پالیسیو او واک شریکولو په اړه شته اختلافات تل د تودو خبرونو سرټکي ګرځېدلي و؛ خو د هبت الله رول او ځواک کم رنګه شوی نه دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو څو راپورونو کې ویلي چې د طالبانو په مشرتابه کې جدي اختلافات شتون لري. د روان کال په مارچ میاشت کې په دې راپور کې ویل شوي چې هبت الله د کابل پر ځای په کندهار کې واک متمرکز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور کې راغلي: «د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده، د خپل واک د پیاوړتیا لپاره نور اقدامات کړي، چې پکې په کندهار کې د مهمو ناستو تنظیم او پر مهمو څوکيو د خپلو وفادارو کسانو ټاکل شامل دي.»

ملګرو ملتونو په وروستیو کلونو کې، د دوحې بهیر په چوکاټ کې د افغانستان د سیاسي بن‌بست د ماتولو هڅه کوله؛ د یو ټول‌ګډوني حکومت د جوړېدو، د ښځو د ګډون، او په پای کې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د یوځای کېدو لید سره مل دغه بهیر روان و.

حتی تر دې چې د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال په پای کې د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک ته رایه ورکړه، خو د ملګرو ملتونو هېڅ میکانیزم د افغانستان په سیاسي جوړښت کې بدلون را نه‌ووست؛ خو پر ځای یې له طالبانو سره د هېوادونو د تعامل لپاره لاره پرانیستله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا، وايي: «نړیواله ټولنه په ژوره توګه اندېښمنه ده چې تر اوسه پورې شته تعامل؛ د افغان ښځو او نجونو ناڅرګند وضعیت نه دی ښه کړی، ټولګډوني حکومت ته یې وده نه ده ورکړې، او د بشري حقونو د وضعیت له جدي خرابوالي یې مخنیوی نه دی کړی.»

طالبانو په دې څلور کلونو کې ډېره هڅه وکړه چې د نړۍ هېوادونه یې په رسمیت وپېژني، خو دلته د طالبانو بخت څلور کاله وروسته بیدار شو؛ او روسیه په نړۍ کې یوازنی هیواد شو، چې طالبانو ته ېې رسمیت ورکړ، او چین په نړۍ کې یوازنی هیواد شو، چې له دې رسمیت پېژندنې یې هرکلی وکړ خو خپله یې تر اوسه دې کار ته زړه نه دی ښه کړی.

حو بل هېڅ هیواد، حتی قطر او پاکستان چمتو نه شول چې طالبان په رسمیت وپیژني. که څه هم ډیری هېوادونو له طالبانو سره تعامل ته ودانګل او د طالبانو ډیپلوماتان یې ومنل، حتی جرمني، چې د طالبانو د پالیسیو سخت منتقد هیواد دی، هم تازه یې په قونسلي چارو کې د طالبانو دوه ډیپلوماتان منلې دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې، چین او روسیه د طالبانو په ملاتړ کې ثابت پاتې شوي دي، خو د دې شورا د نورو درېیو دایمي غړو، فرانسې او بریتانیا دریځ سخت دی، او د ټرمپ ادارې د استازي دريځ تر دې پسې سخت دی.

د ملګرو ملتونو په اقتصادي او ټولنیزه شورا کې د امریکا مرستیال استازی، جاناتان شریر ویلي: «د طالبانو له واک ته رسېدو نږدې څلور کاله وروسته، موږ لاهم په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکوو له هماغو چاواکو په اصطلاح له طالبانو سره. پرته له دې چې له هغوی څه پایلې وغواړو. په حقیقت کې، موږ د طالبانو ناکامي د لا زیات تعامل او سرچینو په برابرولو سره انعام کړې ده. دا پرېکړه‌لیک هم د هماغه پخواني چلند تکرار دی.»

طالبانو د رایې ورکولو حق او ټولګډوني حکومت جوړېدو ته شا اړولې او له څلورو کلونو راهیسې د بهرني مشروعیت په لټه کې دي. په دې موده کې، د طالبانو سیاسي مخالفینو او د دوی پر وړاندې پوځي جبهو هم یووالی نه دی ترلاسه کړی، او له همدې امله د طالبانو پر وړاندې تر اوسه یو پراخ اپوزیسیون نه دی رامنځته شوی.

که څه هم مخالفینو له ویانا څخه تر څو نورو ځایونو پورې په غونډو کې راټول شوي دي.

محمد عمر داودزی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر

د طالبانو نر واکي، د طالبانو د خپلو غړو او د طالباني ایډیولوژۍ پر بنسټ ولاړې واکمنۍ، په تېرو څلورو کلونو کې هېڅ بل فرد یا لوري ته د واک برخه نه ده ورکړې؛ او پالیسۍ یې له کندهاره په ټول افغانستان کې خپرېږي؛ د هبت الله پالیسۍ چې د اساسي قانون او نورو قوانینو پر ځای په خلکو پلي کیږي. خو، خلک نه د اعتراض حق لري او نه هم د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ورکړل شوی دی.

طالبان وايي چې دا هغه اسلامي نظام دی چې خلک یې غواړي، خو ایا چا په رښتیا له خلکو پوښتنه کړې ده، چې د دې نظام غوښتونکې دي او که نه؟