د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

سرچینې: د پکتیا کرکټ لوبغالی د غیر ورزشي فعالیتونو له امله زیانمن شوی

د پکتیا کرکټ یو شمېر ولایتي لوبغاړي وايي، چې  د پکتیا کرکټ لوبغالی چې د ولایت له مهمو ورزشي تاسیساتو څخه ګڼل کېږي، د طالبانو له لوري د زمري ۲۴ نمانځغونډو او ورته نورو غیر ورزشي پروګرامونو د ترسره کولو له امله د کرکټ د عادي فعالیتونو لپاره زیانمن شوی دی.

سرچینې وايي، د طالبانو  له لوري د دوی د واکمنۍ څلورمې کلیزې نمانځغونډه په دغه لوبغالي کې د خلکو د ګڼې ګوڼې، د سټېجونو جوړېدو او بېلابېلو حرکتونو د ترسره کېدو له امله، د لوبغالي د کرکټ د ترسره کولو وړتیا زیانمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په یاد لوبغالي کې د انټر کلب سیالۍ هم روانې وې، خو د نمانځغونډې له امله د لوبو بهیر ګډوډ شوی او ځینې پلان شوې سیالۍ ځنډېدلې دي.

د ورزشي چارو کارپوهان وايي، د کرکټ لوبغالي باید یوازې د ورزشي فعالیتونو لپاره وساتل شي، څو د لوبغاړو د تمرین او سیالیو بهیر اغېزمن نه شي.