بشري حقوق متحده ایالتونه

اف‌بي‌آی دا ځل د محمود شاه حبیبي د لادرکۍ پاڼه خپره کړه

محمود شاه حبیبی امریکایی افغانی‌الاصله وګړی.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا اف‌بي‌آی د محمود شاه حبیبي د « لادرکۍ پاڼه» خپره کړې او ورسره یې لیکلي چې د نوموي په تړاوهر ډول معلومات چې د هغه په موندلو او بېرته ستنولو کې مرسته وکړي، تر پنځه میلیونه ډالرو انعام لري.

په ورته وخت کې، د محمود شاه حبیبي ورور، «هیل» رسنۍ ته په یوه تازه لیکنه کې ویلي چې که څه هم کافي اسناد شته چې ښيي ورور یې د طالبانو په بند کې دی، خو طالبان لا هم د هغه له نیولو انکار کوي.

محمود شاه حبیبي د افغانستان د هوايي چلند ادارې پخوانی رییس و او د امریکا تابعیت یې هم درلود. د حبیبي کورنۍ ټینګار کوي چې هغه درې کاله مخکې د اګسټ په لسمه په کابل کې د طالبانو لخوا نیول شوی دی.

له دې مخکې، د عدالت لپاره د امریکا د انعامونو پروګرام هم د روان کال په چنګاښ میاشت کې د هغو معلوماتو په بدل کې چې د حبیبي د موندلو لامل شي، د پنځه میلیونه ډالرو د انعام د ورکړې اعلان کړی و.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «اف‌بي‌آی؛ د ۲۰۲۲ کال له اګسټ میاشتې راهیسې په افغانستان کې، د محمود شاه حبیبي د لادرکۍ په اړه د معلوماتو د راټولولو په لټه کې دی. د هغو معلوماتو لپاره چې د هغه موندلو، بېرته خوشې کېدو او راستنېدو لامل شي، تر ۵ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی.»

د اف‌بي‌آی د اعلامیې په اساس، ښاغلی حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په لسمه نېټه له خپل موټر او د اوسېدو له ځای څخه یې نږدې تښتول شوی او راپورونه ښيي چې هغه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د اعلامیې یوه برخه وايي: «د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره یا اف‌بي‌آی، د ۲۰۲۲ کال له اګسټ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د لادرکۍ په اړه د معلوماتو راټولولو په لټه کې دی. د افغانستان د ملکي هوانوردۍ پخوانی رییس محمودشاه حبیبي، خپل کور سره نږدې له خپل موټره تښتول شوی او د راپورونو له مخې، د هغه موټر چلوونکی او په کابل کې د اې اس جي مخابراتي شرکت آسیایي څانګې د دفتر له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای، د طالبانو د عمومي استخباراتو له لوري نیول شوی دی.»

طالبانو که څه هم تر اوسه پورې د دغو تازه راپورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ادعا کړې وه چې محمودشاه حبیبي له دوی سره نه دی. بل خوا، د محمودشاه حبیبي ورور په یوه نوي لیکنه کې چې د «هیل» رسنۍ ته یې سپارلی، ټینګار یې کړی چې د ورور په اړه یې کافي او کره اسناد او شواهد شته، چې د طالبانو په زندان کې دی.

«هیل» رسنۍ ته د محمودشاه حبیبي د ورور احمدشاه حبیبي ویلي: «دغه انکار په داسې حال کې کېږي، چې ډېر شواهد او د شاهدانو او تخنیکي سرچینو ګواهۍ شتون لري چې طالبانو هغه نیولی دی. طالبانو دا ادعا هم کړې چې د هغه نوم دوی هېڅکله نه دی اورېدلی او د خپلو زندانونو د پلټنې پر مهال یې د نوموړي د مشخصاتو سره برابر یې څوک نه دي موندلي. طالبانو په پای کې ویلي، چې کېدای شي حبیبي وفات شوی وي. خو برعکس، هغه کسان چې له زما له ورور سره یو ځای د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي وو، شهادت ورکوي چې هغه یې لیدلی دی.»

تر دې مخکې، رویټرز په یوه ځانګړي راپور کې د امریکايي سرچینو له قوله ویلي و چې ښايي محمود شاه حبیبي د القاعده ډلې د پخواني مشر د وژل کېدو له قضیې سره په تړاو د طالبانو له لوري نیول شوی وي. په دې راپور کې هم ټینګار شوی و چې د حبیبي ګرځنده ټیلیفون، په ۲۰۲۳ کال کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په مقر کې فعال شوی و. رویټرز دغه راز ویلي و چې یوه لیک یې لیدلې چې په هغه کې د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو وزارت په غیر مستقیم ډول د طالبانو د استخباراتو له خوا د حبیبي نیول تأیید کړي دي.

د هېواد پخوانی لوی څارنوال، غلام فاروق علیم، وايي: «په داسې حال کې چې ښاغلی حبیبي د نه ‌ردېدونکو شواهدو له مخې د طالبانو په زندان کې دی، خو طالبان د انکار تګلاره غوره کړې ده. دوی هڅه کوي چې د امریکا فشار له ځانه کم کړي او ټینګار کوي چې ښاغلی حبیبي د دوی په زندان کې نه دی.»

له دې ټولو سره سره، د طالبانو په ګډون باخبره سرچینو آمو ته ویلي و، چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په کندهار زندان کې ساتل کېږي.

که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې حبیبي د دوی په بند کې نه دی، خو د ښاغلي حبیبي ورور په خپله وروستۍ لیکنه کې چې په «هیل» رسنۍ کې خپره شوې، ټینګار کړی چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته راتګ سره، د محمود شاه حبیبي د موندلو هڅې ډېرې شوې او شدت یې موندلی دی.