سویلي آسیا

د باجوړ اوسېدونکي د سولې د خبرو د ناکامېدو وروسته د پوځي عملیاتو وېره لري

د باجوړ د امن جرګه

له هغه وروسته چې د شنبې په ورځ د باجوړ د امن جرګې او پاکستاي طالبانو (ټي‌ټي‌پي) ترمنځ خبرې له ستونزې سره مخ شوې، د لويي ماموند په تحصیل کې د پوځي عملیاتو د بیا پیل په اړه د سیمې اوسېدونکي اندېښمن شوي دي.

د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په پیل کې د وسله‌والو مخالفینو ضد دغه عملیات وروسته له هغې وځنډول شول چې دواړو لورو د اوربند پرېکړه وکړه، څو د شخړې موضوع په بشپړ ډول د خبرو له لارې هواره شي.

د سولې د خبرو ناکامېدو د سیمې خلک د وېرې او ناڅرګندۍ حالت ته هم اچولي ديږ د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ د لويي ماموند د تحصیل له ۱۶ سیمو ګڼ شمېر کورنیو خپل کورونه پرېښودل او د ولسوالۍ نورو ارامو سیمو ته ولاړل. راپورونه زیاتوي چې نن د دغو سیمو نورې کورنۍ هم د خپلو کورونو پرېښودو ته چمتو کېږي.

سرچینې زیاتوي: «د باجوړ د امن جرګې د غړو او د وسله‌والو د مشرانو ترمنځ د خبرو ناکامي، چې هدف یې دا و چې هغوی دې په سوله‌یز ډول له سیمې ووځي، بله لاره نه پرېږدي پرته له دې چې د سربکف عملیات بیا پیل شي، څو په سیمه کې د سولې او د خلکو د ژوند لپاره د جدي ګواښ ګرځېدلي وسله‌وال له منځه یووړل شي.»

د جمعې په شپه د باجوړ د پنځوس کسیزې جرګې مشر، صاحبزاده هارون رشید، خبریالانو ته وویل چې له وسله‌والو سره خبرې «د ځینو مهمو موضوعاتو پر سر د سخت ټکـر له امله د غوښتل شوي پایلې پرته پای ته رسېدلې دي». نوموړي دا څرګندونې د جمعې ماښام له بېلو غونډو وروسته وکړې چې له وسله‌والو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو سره شوې وې.

ښاغلي رشید زیاته کړه: «موږ، د باجوړ د امن جرګې غړو، له بشپړ اخلاص او ژمنتیا سره هڅه وکړه چې له وسله‌والو مشرانو سره خبرې بریالۍ شي او هغوی په سوله‌یز ډول افغانستان ته ستانه کړو… خو بدبختانه زموږ هڅې د ځینو مهمو موضوعاتو پر سر د سخت ټکـر له امله بریالۍ نه شوې.» نوموړي د خبرو د اووم پړاو جزیات شریک کړل، خو د هغو مسایلو وضاحت یې ورنه کړ چې خبرې یې ودرولې.

د جرګې د مشر په وینا، تر هغه چې ټکـر هوار نه شي، له وسله‌والو مشرانو سره به نورې خبرې نه کېږي. نوموړي، چې ټول د جرګې غړي ورسره وو ـ په کې د تحریک انصاف سیمه‌ییز ولایتي غړی ډاکټر حمیدالرحمان او پخوانی ملي اسمبلۍ غړی ګل ظاهر خان شامل وو ـ له دواړو خواوو، امنیتي ځواکونو او وسله‌والو، وغوښتل چې زغم ولري او له جګړې ډډه وکړي، ځکه جګړه د سیمې خلکو ته کړاوونه رسوي.

خو نوموړي خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو جرګې ته ډاډ ورکړی چې د هر ډول احتمالي جګړې په صورت کې به ملکي وګړو او د هغوی شتمنیو ته زیان نه رسېږي. هغه وویل جرګه به فعاله پاتې شي او له سیمه‌ییزو اوسېدونکو سره به د احتمالي جګړې په صورت کې د خلکو او د هغوی د شتمنیو د ساتنې لپاره د عمل پلان جوړ کړي.

ښاغلي رشید زیاته کړه چې د جرګې غړي به د باجوړ او د هغې د خلکو په ستره ګټه خپلې هڅې د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی له لیدنې وروسته بېرته پیل کړي.