بشري حقوق

سرچینې: خوست کې په جلا پېښو کې یو کم‌عمره هلک او جلۍ خان وژنه کړې ده

د هغه ماشوم انځور چې په خوست کې يې ځان وژنه کړې.

له خوست ولایت څخه ځایی سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دوو جلا پېښو کې یوه ۱۳کلن هلک او یوې ۱۵ کلنې جلۍ ځان وژنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، یادې پېښې د جعمې په په ورځ رامنځته شوې دي.

سرچینې زیاتوي، چې جلۍ د خوست د دوه منده ولسوالۍ د سیدخېلو کلي اوسېدونکې وه او هلک د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د میټه خان کلي اوسېدونکی وو.

سرچینې وایي، چې د دوو پېښو علتونه اقتصادي ستونزې او کورنۍ جنجال بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د یادو پېښو د مخنیوي لپاره د ځان وژنې په خبرونو بندیز لګولی دی.