د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله؛ انجونې وايي د «زده‌کړو حق بېرته راکړئ»

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کالیزې په درشل کې، یو شمېر ښځې او نجونې چې له زده کړو محرومې دي وايي چې دا څلور کاله د دوی لپاره له ننګونو او مایوسیو ډک وو.

دا راپور د راحلې باختر په نوم د یوې ځوانې نجلۍ ژوند انځوروي، چې یوازې دوه کاله پاتې وو چې د طب له پوهنځي فارغه شي. راحله وايي، هغه اوس د کور ښځه شوې او له ډېرو ننګونو سره مخ ده.

راحله باختر د هغو سلګونو ښځینه طبي زده کونکو څخه یوه ده چې خوبونه یې نیمګړي پاتې دي. هغه اوس د کور ښځه ده.

وايي چې په نامناسب اقتصادي، ټولنیزو او روغتیايي شرایطو کې ژوند کوي. راحله زیاتوي چې یوازې دوه کاله پاتې وو د طب له پوهنځي فارغه شي، خو طالبانو د هغې سختۍ او ارمانونه ترې واخیستل.

زده‌کړیاله، راحله باختر، وايي: «یوازې دوه کاله پاتې و چې زه به خپله د طب تحصیلي دوره بشپړه کړم، خو طالبان راغلل او د پوهنتونونو دروازې یې وتړلې. اوس زه د کور مېرمنه یم، له ډېر اقتصادي ستونزو سره مخ یم او همدارنګه له شدید ذهني فشار (استرس) سره ژوند کوم.»

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کالیزې په درشل کې یو شمېر نورې نجونې هم چې له زده کړو محرومې دي وايي، چې دا څلور کاله د دوی لپاره له ننګونو او مایوسیو ډک وو.

دوی غواړي چې د نجونو او ښځو لپاره د زده کړې دروازې پرانیستل شي.

زده‌کوونکې، فرشته محمدي، وايي: «زه د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم چې د ښوونځي دروازې وتړل شوې. هیله لرم چې دا دروازې بېرته پرانیستل شي.»

ځینې نجونې همداراز وايي چې د طالبانو لخوا د زده کړې بندیز دوی د خپلو موخو پر خلاف د ژوند پر یوه بله لاره روانې کړې دي.

زده کوونکې، حسینا قادري، وايي: «څلور کاله کېږي چې د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي. زه د ښوونخي په یوولسم ټولګي کې وم، کله چې دا بندیز ولګېد. زه نه غوښتل چې خیاطه شم، زه دا هیله لرله چې لوړ پوړو ته ورسېږم. هیله لرم چې ښوونځي بېرته پرانیستل شي.»

تر یوې بلې اونۍ به په افغانستان کې طالبانو د واکمنۍ څلور کاله پوره شي.

په دې څلورو کلونو کې، د طالبانو پالیسیو تر ډېره ښځې او نجونې په نښه کړې، او د ډېرو محدودیتونو لګولو سربیره یې پر دوی د زده کړې او کار بندیز هم ولګاوه.