د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ له چټکېدو سره، په افغانستان کې یو بشري ناورین روان دی.
یادې ادارې په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي، چې تر دې دمه ۲.۱ میلیونه تنه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه، افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه راستنیدنې که اجباري وي او که په اختیاري ډول، د هېواد دننه محدودو منابعو او د ملاتړ کوونکو سیسټمونو پر وړتیاوو منفي اغېز کړی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري له نړیوالو مرستهکوونکو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د روان وضعیت له مخې، خپلې بېړنۍ مرستې پیل کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د کرمان ولایت د امنیې قوماندانۍ د ځانګړو عملیاتو د کمېسیون غونډې کې د دې هېواد د عمومي پولیسو مرستیال قاسم رضايي ویلي، هغه افغان کډوال چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري، د پولیسو لخوا تعقیبیږي. له بلې خوا، ځینو سرچینو آمو ته ویلي، چې په پاکستان کې هم د افغان کډوالو د شړلو لړۍ زور اخیستی دی
