کډوالي

نږدې ۳۰۰ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو صحنه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت وايي، چې په تېر یوه اونۍ کې ۲۹۹ افغان وګړي د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د ۲۰ ورځو تر ۳ میاشتو پورې په بند کې پاتې شوي دي.

د آمو موندنې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت له‌خوا خپاره شوي خبرپاڼو له احصائیو څخه اخیستل شوې، ښيي چې د چنګاښ له ۵مې تر ۱۲مې نېټې، هم ۲۰۷ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په دغو خبرپاڼو کې راغلي وو، چې یاد کسان له یوه تر څلور ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندي پاتې شوي دي.

طالب چارواکو په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې یاد کسان د پاکستان له بېلابېلو برخو سره د قانوني اسنادو سره سره نیول شوي وو.