سوداګري

رویټرز: طالبانو له روسیې سره د تېلو او غنمو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړ

د اسلام کلا ګمرک انځور

طالبان غواړي چې د افغانستان د اړتیا وړ ډیزل، پټرول، ګاز او غنم له روسیې وارد کړي او د دې کار د ترسره کولو لپاره یې له دغه هېواد سره یو قرارداد لاسلیک کړی دی.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته دا «د طالبانو لومړۍ لویه اقتصادي معامله» ده چې کولای شي «د دې ډلې د انزوا له کموالي» سره مرسته وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي چې روسیې په دغه قرارداد کې د افغانستان لپاره ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی.

نورالدین عزیزي د دغه قرارداد په اړه وویل: «په دغه قرارداد کې به د روسیې له خوا هر کال یو میلیون ټنه پټرول، یو میلیون ټنه ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز (LPG) او دوه میلیون ټنه غنم شامل وي.»

ویل کېږي چې دغه قرارداد د یوې نامالومه ازمایښتي دورې لپاره ترسره شي او له هغه وروسته به د دواړو لوریو ترمنځ اوږدمهاله قرارداد لاسلیک شي.

تمه کېږي د روسیې تېل، ګاز او غنم د شمال له خوا د اورګاډي پټلۍ او سړک له لارې هېواد ته دننه شی.

دغه قرارداد وروسته له هغې نهایي شوی چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوې مسلکي ډله څو اوونۍ په مسکو کې له روسانو سره د دغه قرارداد ـ په ځانګړې توګه د وارداتي توکو د بیو ـ په اړه خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په دوام کې ټینګار وکړ: «یو هېواد یوازې یوه هېواد پورې باید نه وي تړلی موږ باید نورې لارې هم ولرو.»

په همدې حال کې ځینې اقتصادي شنونکي وایي، روسان هڅه لري چې افغانستان کې د امریکا پرخلاف حرکت وکړي او په افغانستان کې خپل فعالیت وښیي.

د اقتصادي چارو کارپوه او شنونکی سید مسعود په دې اړه وویل: «روسانو په درېیو لاملونو دغه قرارداد لاسلیک کړی، لومړی دا چې هغوی غواړي طالبان په منځنۍ اسیا کې په ځانګړې توګه ازبکستان او تاجکستان کې له لاسوهنې منع کړي، دویم دا چې د اسیا په سویل کې د تېلو او ګاز د پلور لپاره لار پرانیزي ترڅو د روبل حوزه پراخه کړي او درېیم دا چې کوم ځای چې امریکا نه ووايي روسان هو وایي.»

که څه هم روسیې طالبان په رسمي توګه په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو مسکو د کابل د سقوط په درشل کې د دې ډلې د مشرانو کوربه و، او دغه هېواد یو له کم شمېر هېوادونو دي چې سفارت یې په کابل کې فعالیت لري.

د لوېدیځ ډیپلوماتانو ویلي چې د دې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره طالبان باید د بشري حقونو ـ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو ـ په برخه کې خپله لار بدله کړي او دا په ډاګه کړي چې له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره یې خپلې اړیکې پرې کړې دي.