ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې د طالبانو یو غړی د ناپېژندو وسلهوالو لخوا وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، وژل شوی طالب خداد رحیمي نومېده او د کندز ولایت د اقتاش ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
سرچینې زیاتوي، دا پېښه دوه شپې مخکې د تخار ولایت په مرکز کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په خبره، خداد رحیمي د طالبانو له یوه سیمهییز قوماندان “مولوي سیرت” سره نږدې کس بلل کېده.
سرچینې وایي، طالبان په غیررسمي ډول د خپل دغه جنګیالي وژل کېدل تأیید کړي، خو تر اوسه یې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
تراوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.
