امنیت

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې د طالبانو پر پوستې برید کړی دی

د ارشیف انځور

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو یوه پوسته په نښه کړې ده.

دوو سرچینو دغه پېښه تأیید کړې، او ویلي یې دي چې پرون ماښام (د زمري ۱۱مه) د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې یوه چاودنه شوې ده.

د ازادۍ جبهې په وینا، دا برید چې شاوخوا د شپې ۸:۲۵ دقیقې ترسره شوی، په ترڅ کې یې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.