کډوالي

ایراني چارواکي: د مشهد–هرات د اورګاډي له لارې به ډېر ژر د مسافرو او کډوالو لېږد پیل شي

د ایران د اسلامي شورا د مجلس یو شمېر غړو ویلي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره، د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ د ټرانزیټ ظرفیت لوړېږي.

ایراني رسنیو دغه راز لیکلي، چې تر یوې میاشتې په کمه موده کې به، د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د مسافرو لېږد هم پیل شي.

د ایران د اسلامي شورا د دولسم پړاو د صنایعو او کانونو کمیسیون ویلي، چې د افغانستان د اوسپنې د ډبرو د کانونو سپړنه، چې د ایران له خواف سیمې سره په ګډه پوله پرته ده، پیل شوې او له دې کان څخه ګټه اخیستنه به، د افغانستان او ایران په ګټه وي.