روغتیا

کندهار کې د هېواد په کچه د نري رنځ مجهز لابراتوار پرانیستل شو

کندهار کې د طالبانو د عامي روغتيا رياست مسوولين وایي، تازه په دغه ولایت کې د بې پولې ډاکترانو او یونیسف په مالي مرسته د نري رنځ يو داسې مجهز لابراتور جوړ شوی، چې د سيمي په کچه کمساری دی او له دې وروسته به پکې د هېواد د نري رنځ د ناروغانو معاينات ترسره کیږي.

کندهار کې د طالبانو د عامي روغتیا رياست د نري رنځ برخي مشر ډاکتر صالح محمد مصلح وایي، وړاندي د نري رنځ معاينات په پاکستان کې ترسره کېدل، چې تر پنځوس زره کالدارو پورې لګښت ورباندې راغلی.

هغه وایي: «دغه لابراتوار زموږ د پرله پسې غوښتنو او د نري رنځ د ناروغانو د شمېر د کموالي په موخه جوړ شوی، چې نور به زموږ د بېوزله هېوادوالو له زياتو لګښتونو مخنیوی وکړي او معاينات به یې په وړیا ډول ترسره کیږي.»

کندهار کې د طالبانو د عامي روغتيا رياست مرستيال داکتر سيداحمد شاداب هم وایي، چې د دغه لابراتوار پرانيستنه د نري رنځ ناروغانو د ښې او دقيقي درملنی په برخه کې لوی ګام دی.

پر همدې مهال په کندهار کې د بې پولو داکټرانو د ټولني د روغتيایي برخي مرستیال داکټر مجيب الرحمن وایي، دغه مرکز به د افغانستان په کچه خدمتونه وړاندي کوي او د بې پولو ډاکترانو د ټولني د پاليسۍ له مخي نشي کولای، د لابراتوار لګښت په ډاګه کړي.

په کندهار کې د نري رنځ دغه لابراتوار داسې حال کې پرانيستل کېږي، چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د نري رنځ پېښي زياتي شوې دي.

د معلومات پر بنسټ تېر کال کندهار کې د ۲۳۱۵ تنو او سږ کال کې بيا تر دې دمه ۱۲۹۷ تنو د درملني په موخه د نري رنځ د درملني مرکزونو ته مراجعه کړې ده.