Uncategorized @ps

د ۱۴۰۴ د زمري ۱۰ – د ۸ بجو خبرونه

درې باخبره سرچینو آمو ته ویلي چې دوه نور خبریالان، احمد شکېب نظري او بشیر هاتف هم تېره اونۍ د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

د ورکړل شویو جزئیاتو پر بنسټ، طالبانو تر اوسه د احمد شکېب نظري او بشیر هاتف کورنیو ته د دوی نیولو د دلیل په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړي.

د دغو دوو رسنیزو فعالانو خپلوانو آمو ته ویلي چې د دوی د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه لري.

طالبانو په دې اړه رسمي او نوی غبرګون نه دی ښودلی او د دې راپور تر خپرېدو پورې یې د آمو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د آمو یو ځانګړي راپور ښودلې وه چې طالبانو د خبریالانو او ټولنیزو رسنیو فعالانو د نیولو پروسه ګړندۍ کړې ده.