کډوالي

د امریکا د کانګرېس غړی: موږ د افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن یو

د امریکا د استازو جرګې غړی، جېسن کرو

د امریکا د استازو جرګې غړی، جېسن کرو وایي، چې کانګرس د هغو افغان کډوالو په وړاندې چې د امریکا متحدین دي، ژمن دی او د هغوی لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړی چې د امریکا د پوځ پخوانی غړی او په افغانستان کې د دندې مخینه لري، وايي: «که هغه زړور افغانان نه وای چې زموږ تر څنګ یې جګړه کړې او خدمت یې کړی وای، ښايي زه به نن دلته نه وم.»

دغه د امریکا د کانګرېس غړی ټینګار کوي، چې د دغو کډوالو په وړاندې د امریکا د ژمنې ماتول نه یوازې «اخلاقي شرم» دی، بلکې د امریکا باور ته هم زیان رسوي.

نوموړي د امریکا کانګرېس کې په یوه ناسته کې ویلي: «خو هغو افغانانو ته چې له موږ سره یې کار کړی او اوس له ناامیدۍ سره مخ دي او فکر کوي چې هېر شوي دي؛ باید پوه شي چې دلته په واشنګټن او د امریکا په کانګرېس کې ډېر کسان شته چې تاسو ویني، تاسو ته ژمن دي او څنګه چې تاسو زموږ لپاره جګړه کړې، هغوی به هم ستاسو لپاره مبارزه ته دوام ورکړي. موږ به هڅې ته دوام ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې سږ کال د جنورۍ میاشت کې بېرته سپینې ماڼۍ ته راستون شو، د کډوالو د منلو پروګرام یې لغوه کړ، او د هغه د اجرایي فرمان له مخې، زرګونه افغان کډوال چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي، له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

که څه هم د ټرمپ د ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هغو افغان همکارانو لپاره چې له امریکایي ځواکونو سره یې د تېر شل کلن جګړې پر مهال کار کړی، د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) د پروسس لړۍ روانه ده، خو تر اوسه د امریکا د پی–۱ او پی–۲ مهاجرتي پروګرامونو په اړه کومه څرګندونه نه ده شوې.

امریکایي رسنیو او د دغه هېواد یو شمېر سناتورانو تر دې وړاندې ویلي، چې د ټرمپ دا اقدام له قانونه سرغړونه ده او د امریکا د متحدو افغان کډوالو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.