د امریکا د کالیفورنیا ایالت سناتور او د سنا جرګې د بودیجې د کمېټې رئیس، اسکاټ وینر، ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې د افغان کډوالو او هغو کسانو د ایستلو لپاره چې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لاندې په امریکا کې ژوند کوي، «غیرقانوني او کرکجن» دي.
نوموړي ویلي: «ټرمپ په غیرقانوني توګه د لسګونه زره هغو کډوالو د کډوالۍ وضعیت لغوه کړ چې د امریکا له مرکزي برخو، اوکراین، افغانستان، سوریې او نورو هغو سیمو څخه راغلي وو چې له تاوتریخوالي او بېثباتۍ سره مخ دي. ډېری یې له لسیزو راهیسې دلته ژوند کوي. دا یو کرکجن عمل دی.»
وینر دا څرګندونې د کالیفورنیا په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل چې دی له دغو کډوالو سره د ټرمپ د ادارې پر وړاندې ټینګه ملاتړ کوي.
هغه وویل: «زه دلته یم، د موقتي محافظتي حالت لرونکو ټولنو او په عمومي ډول د مهاجرینو له ټولنې سره په بشپړه همغږۍ کې، د دې پولیسمحور حکومت پر ضد چې دوی یې رامنځته کوي.»
نوموړي د ټرمپ اداره یوه «فاشیستي پولیسمحور اداره» وبلله او زیاته یې کړه چې د دغې ادارې مشران له “سکي ماسکونو” سره راګرځي.
اسکاټ وینر همداراز وویل: «زما په اند، د بای ایریا (Bay Area) په سیمه کې ځینې خلک تر اوسه پوره نه دي خبر، چې څه ډول د کالیفورنیا په جنوبي برخو کې پر مهاجرینو د وېري او ترهې پراخ کمپاین پیل شوی.»
هغه ټینګار وکړ چې دی او د کالیفورنیا خلک به یوازې ننداره ونه کړي، بلکې له دغو کډوالو سره به ودرېږي او ملاتړ به یې وکړي.
وینر وویل: «موږ به یوازې تماشا ونه کړو، پداسې حال کې چې د ټرمپ د حکومت د مهاجرت چارواکي کالیفورنیا ته داخلېږي او زموږ پر ګاونډیانو بریدونه کوي. دا خلک زموږ ګاونډیان دي، مالیات ورکوي، کار کوي او زموږ د ټولنې د جوړېدو لپاره هلې ځلې کوي. دوی دلته د ښه ژوند د جوړولو لپاره راغلي دي. دا چې دا هېواد له خپلو ګاونډیانو سره داسې چلند کوي، نهمنل کېدونکی دی.»
نوموړي سناتور ژمنه وکړه چې د دغو کډوالو د حقونو لپاره به مبارزه کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، د هغو پناهغوښتونکو لپاره چې د موقتي محافظتي حالت (TPS) لاندې وو، وضعیت پای ته رسېدلی او باید ژر تر ژره له امریکا ووځي.
خو د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافع سازمانونه وايي، په دغو کډوالو کې داسې کسان او کورنۍ شته چې د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د امریکا له ځواکونو سره په افغانستان کې جګړه کړې یا یې همکاري کړې ده.
