افغانستان

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د طالبانو لپاره «د ښکاره معافیت» د پایته رسېدو غوښتنه وکړه

Photo: Reuters. Sept. 25, 2022.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتیني راپور کې په افغانستان کې له قانون اخوا وژنو او شکنجو ته په پام سره د طالبانو لپاره له «ښکاره معافیته» خپله سخته اندېښنه څرګنده کړه او له دغو کسانو یې د بیا څېړنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګوتریش د دوشنبې پر ورځ د امنیت شورا په ناسته کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه په وینا کې زیاته کړه: «د طالبانو ډلې غړو ښکاره معافیت په داسې حال کې چې هغوی د مخکیني حکومت د کارکوونکو، د افغانستان د امنیتي ځواکونو او له داعش او مقاومت جبهې اړوند کسانو د ناقانونه وژنو، شکنجو او خپلسرو نیونو تورن دي، د ژورې اندېښنې وړ ده.»

هغه زیاته کړه چې طالبان باید بشري حقونو ته د درناوي ـ په ځانګړې توګه د عمومي بښنې ـ په اړه پر خپلو عمومي ژمنو ودرېږي او هغه کسان چې له بشري حقونو سرغړونه کوي څېړنې ترې وکړي.

ښځې

هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو ـ په ځانګړې توګه نجونو او ښځو ـ ټول بنسټیز حقونه خوندي کړي.

ګوتریش په دوام کې وویل چې د طالبانو له خوا صادر شوي فرمانونه د ښځو ژوند محدودوي او دغه فرمانونه په ټول کې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره ژوند ستونزمنوي.

ګوتریش زیاته کړه: «زه له طالب چارواکو غواړم چې د اسلامي حجاب په قوانینو او د ښځو لپاره د محرم لرلو په اړه له سره غور وکړي او د سپارښتنې او جبري ماهیت یې په ډاګه کړي ترڅو د زده کړو او کار په ګډون د ژوند په ټولو چارو کې د ښځو ګډون اسانه کړي.»

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي ټینګار وکړ چې باکیفیته زده کړو ته د ښځو لاسرسی د افغانستان په پرمختګ او بیارغونه کې مهم رول لري.

هغه وویل چې طالبان باید د توپیري چلند او نابرابرۍ په اړه د دغه سازمان د غړي هېواد په توګه د افغانستان د ژمنو او نړیوالو اصولو او معیارونو په برخه کې عمل وکړي.

رسنۍ

هغه په افغانستان کې پر رسنیو د محدودیتونو د لګولو د دوام په اړه وایي چې په هېواد کې د رسنیو د مالي ستونزو ترڅنګ د محدودیتونو د لګولو په هکله د پخوا په شان راپورونه ورکول کېږي.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي ټینګار وکړ: «راپورونه ښیي چې طالبانو په کابل کې دوې رسنۍ د خپل برېښنا د لګښت او مالیو د نه ورکولو له امله تړلې دي.»

ګوتریش ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو د دوامداره فشارونه په پایله کې د مدني فضا د محدودیتونو زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د خبریالانو او مدني ټولنې غړو امنیت تضمین کړي.

امنیت

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي ویلي چې امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د داعش بریدونه، له طالب ځواکونو سره د وسله والو مخالفینو پرله پسې نښتې او افغانستان کې د بهرنیو ترهګریزو ډلو حضور په وروستیو میاشتو کې د اندېښنې وړ بهیر ښیي.

هغه وویل، په دې اړه د طالبانو ډاډ چې هېڅ ډله د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کاروي، باید د ځانګړو اقدامونو له لارې یې په ډاګه کړي.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي ویلي چې یوناما په ټول کې په افغانستان کې د ۱۱۹ ملکیانو د وژلو کېدو او ۴۴۰ تنو د ټپي کېدو پېښې مستند کړې دي.