د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، له روان کال راهیسې د جولای تر ۱۹مې، ۱ میلیون او ۵۴۱ زره کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
په دې راپور کې راغلي چې له دې شمېرې څخه یوازې ۱ میلیون او ۲۰۱ زره کسان له ایران څخه راستانه شوي، چې له دې ډلې څخه ۴۶۰ زره کسان یوازې د جولای له لومړۍ نېټې تر ۱۹مې پورې راستانه شوي دي.
په ورته وخت کې، له پاکستان څخه هم ۳۴۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي؛ خو اوچا ټینګار کوي چې تمه کېږي په راتلونکو میاشتو کې له پاکستان څخه د بېرته راستانه کېدونکو کډوالو شمېر زیات شي، دا وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د جولای په ۱۸مه پرېکړه وکړه چې د «پیاوآر» کارتونو موده به نور تمدید نهکړي، دا هغه اسناد دي چې کډوالو ته د قانوني اوسېدو اجازه ورکوي.
اوچا زیاتوي چې په تېرو لسو ورځو کې له ایران څخه د بېرته راستانه کېدونکو کډوالو په ورځني شمېر کې یو تدریجي کموالی لیدل شوی؛ داسې چې د جولای له ۱۹مې وروسته شاوخوا ۹ زره کسان هره ورځ له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه دفتر زیاتوي چې تمه ده له همدې نېټې وروسته دا شمېر لا نور هم راکم شي.
اوچا دا هم ویلي چې دا وضعیت ښايي د طالبانو او د ایران د حکومت تر منځ د روانو ډیپلوماتیکو خبرو اترو تر اغېز لاندې وي.
ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې، یو اقدام چې له نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
ځینې راستانه شوي کډوال وايي، سره له دې چې له ویزې او د قانوني اقامت اسنادو سره یې په ایران کې ژوند کاوه، خو بیا هم د ایران پولیسو نیولي او په زوره یې ایستلي دي.
له بلې خوا، پاکستان هم له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده، چې تر دې دمه سلګونه زره کډوال او پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له دې مخکې نړیوالو بنسټونو، لکه ملګري ملتونه او د بخښنې نړیوال سازمان، له پاکستان څخه د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې له جدي خطر سره مخ دي، او له اسلاماباده یې غوښتي چې دا بهیر ژر تر ژره ودروي.
