د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال له قوله ویلي، چې ایران چمتو دی څو د افغان کډوالو په اړه د یوې «درېاړخیزې تخنیکي غونډې» ګډونوال وي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا خبره د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال، د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر، عبدالکبیر، سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا ناسته به په کابل کې د ایران، طالبانو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازو په ګډون جوړه شي، خو د دې غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبان وایي، ښاغلي جمال هیله ښودلې چې په دې درېاړخیزه غونډه کې به د ایران مېشتو افغان کډوالو او نورو اړمنو اتباعو د ستونزو په اړه مفصل بحث وشي او یو مثبت حللار ته به ورسېږي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ښاغلي جمال له عبدالکبیر سره په لیدنه کې دا هم ویلي چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره به څو اړخیزې ناستې دوام ومومي، او ډېر ژر به په قطر کې د نړیوالو مرستندویو بنسټونو په ګډون یوه څو اړخیزه ناسته جوړه شي، چې هدف یې د مالي منابعو برابرول دي.
په همدې حال کې، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر دا درېاړخیزه ناسته مهمه بللې او ویلي یې دي چې دوی ورته بشپړ چمتووالي لري.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ چټکه کړې، چې له نړیوالو ادارو سره یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ملګرو ملتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له ایرانه د کډوالو پراخ بیرته ستنول، د افغانستان بشري وضعیت له سختې کړکېچ سره مخ کړی دی.
