ایراني رسنیو راپور ورکړی چې یوه افغانه مېرمن له خپلو درې تنو کمعمره ماشومانو سره د دې هېواد په پلازمېنه تهران په سويل کې، وژل شوې ده.
د راپورونو له مخې، دا پېښه د تهران په «مرتضیګرد» سیمه کې شوې او د ایران د جنایي پولیسو ټیم یې له یوه «مرموزه معما» سره مخ کړی دی.
د جمعې په ماښام، د زمري درېمه نېټه، یوې ځوانې ښځې له تهران پولیسو سره اړیکه ونیوله او ویې ویل: «زه د مرتضیګرد سیمه کې اوسېږم. څو ورځې کېږي چې زموږ له ګاونډیانو هېڅ خبر نشته. له هغه ورځې چې ناپېده شوي، له هغوی د کور نه د تعفن بوی راځي. ښایي څه پېښه ورسره شوې وي.»
د دې تماس له امله، د ایران پولیس یاد ودانۍ ته ولاړل، او د کور له ننوتو سره سم، له یوې «وېرونکې صحنې» سره مخ شول.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د درې ماشومانو مړي، چې عمرونه یې دوه، درې او پنځه کاله و، د مېلمستون په کوټه کې، او د ۲۵ کلنې مور وینهلې پیکر یې د خوب په خونه کې وموندل شو.
راپورونه زیاتوي چې دا افغانه مېرمن د چړې په ګوزارونو وژل شوې او ماشومان یې د خفګان (سوکۍ) له امله ساه ورکړې ده.
د ایران د پولیسو څېړنې ښيي چې دغه ځوانه افغانه مېرمن له خپل ۷۰ کلن مېړه سره ژوند کاوه.
پولیس وايي، د دې پېښې تر رامنځته کېدو وړاندې، د ښځې مېړه افغانستان ته تللی و؛ خو لا روښانه نه ده چې نوموړی د پولیسو له لوري په زور ایستل شوی او که خپله په خپله بېرته تللی دی.
ایراني پولیس وایي چې د دې «هولناکې وژنې» د عامل یا عاملانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.
