له تخار ولایت څخه سرچینې آمو ته وایي چې تېره شپه (د زمري درېیمه) د دغه ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د طالبانو د امر بالمعروف یوه قرارګاه تر برید لاندې راغلې ده.
د ازادۍ جبهې د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یې د ملا محمود قرارګاه په نښه کړې، چې د دغې ولسوالۍ د امر بالمعروف له برجسته غړو څخه شمېرل کېږي.
د یادې جبهې په وینا، په دې برید کې یو طالب وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
