سوداګري

سېلابونو هېواد کې زرګونه جرېبه بڼونه او ځمکې ویجاړې کړې

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو، بادونو او زلزلو له امله د هېواد په کچه ۶۰۰ زره کرنيزه ځمکه او ۴۰۰ زره بڼونه ويجاړ شوي او همداراز پنځوس زره بېلابېل څاروي له منځه تللي دي.

د طالبانو د کرني او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدين مستعين د آمو ټلويزون خبريال ته ویلي، چې د سېلابونو او طوفاني بادونو له امله د کرنې سکټور درانه زيانونونه اوښتي، چې دوی يې د ګاللو او د ځمکو او بڼونو د بيا احيا لپاره له يو شمېر مرستندويه بنسټونو سره کار پیل کړی دی.

نوموړی وایی: «د کرنې او مالدارۍ وزارت مشري د سېلابونو د وروستیو زيانونو د ګاللو پر بېلابېلو لارو چارو غور کوي چې په مټ به یې د بڼوالو او کروندګرو لاسنيوی کېږي او د کار په بدل کې به ورسره مرسته ترسره کېږي.»

بلخوا بيا بڼوال وایي، سږ کال به يې ځکه حاصلات کم وي، چې وروستیو ورښتونو حاصلات زیانمن کړي دي.

د کندهار د پنجوائي ولسوالۍ د انګورو يو بڼوال نېک محمد وايي، د سږ کال د انګورو حاصلات يې له وخته مخکې ټول کړي او اوس زيات بڼ لرونکي په دې هڅه کې دي، چې خپل حاصلات په مميزو بدل کړي، خو دې چارې د انګورو د حاصلاتو پر بیې او کيفيت منفي اغېز کړی دی.

نيک محمد له طالبانو د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.

په هېواد کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنايعو خوني سرپرست محمد يونس مهمند هم له آمو سره په خبرو کې ویلي، چې د ورښتونو له امله د حاصلاتو کچه کمه ده، خو دوی د شته محصولاتو د صادرولو لپاره چمتوالی لري.

د افغانستان زياته وچه او تازه مېوه او نور کرنیز محصولات د پاکستان ترڅنګ هند او په کمه اندازه اروپایي او عربي هېوادونو ته صادرېږي.

په ټوله کې بڼوال او کروندګر د خپلو حاصلاتو د خونديتوب او تر بازاره یې د رسېدو لپاره د اسانتیاوو د زياتوالي غوښتنه لري.