د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي نن سهار (شنبه، د چنګاښ ۲۸مه) کابل ته راورسېد.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت ویلي، چې د سفر موخه د طالبانو له چارواکو او خلکو سره لیدنې دي څو د بېرته راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته رسیدنه وشي او ګډې حل لارې ورته وموندل شي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نوموړي له ګاونډیو هېوادونو په ډله ییز ډول د کډوال را ایستل یوه ننګونه بللط او زیاته کړې یې ده، چې که څه هم نړیواله ټولنه له مالي بحران سره مخ ده، خود کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري به خپلو هڅو او مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.
ټاکل شوې چې ښاغلی ګراندي به په کابل کې د لیدنو ترڅنګ هرات ولایت ته هم سفر وکړي او هلته به د راستنېدونکو کورنی وضعیت له نږدې وڅاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه د هغه افغان وګړو په زوره ایستلو لړۍ غندلې او ویلي يې دي چې دا وضعیت سخت اندېښمنوونکی دی.
کارپوهانو ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر باید «سمدستی ودرول» شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ایستنو بهیر باید سمدستي ودرول شي. افغانستان د بېرته ستنیدونکو لپاره خوندي هېواد نه دی، په ځانګړې توګه له هغه راهیسې چې نږدې څلور کاله مخکې طالبان واک ته رسېدلي، د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.»
دغو کارپوهانو د د افغان وګړو د بېرته ستنولو کچه حیرانونکې بللې ده.
هغوی ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱.۹ میلیونه افغانان بېرته تللي یا ایستل شوي دي.
د هغوی په وینا، له پاکستان څخه تر ۳۰۰ زرو ډېر کسان ستانه شوي او له ایران څخه تر ۱.۵ میلیونه زیات، چې پکې یوازې له جون ۲۴مې راهیسې ۴۱۰ زره کسان له ایرانه ایستل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، زرګونه بېرته ستانه شوي کسان بې سرپرسته ماشومان دي