د جرمني لومړی وزیر فریدریش میرڅ څرګنده کړې چې د طالبانو رسميت پېژندنه د دې هېواد په رسمي کاري اجنډا کې نشته او په اصل کې داسې پېژندنه امکان نه لري.
هغه ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د جرمني ډیپلوماټیکې اړیکې شته، خو دا اړیکې تر اوسه یوازې د تخنیکي همغږیو په کچه دي.
میرڅ د یوې تازه خبري غونډې پر مهال وویل: «د طالبانو رژیم رسمي پېژندنه زموږ په اجنډا کې نشته او دا په اصل کې نه شي کېدای. د هېوادونو ترمنځ رسمي اړیکې شته او زموږ د افغانستان سره د اړیکو د پرې کېدو خبره نشته. تر بلې خبرتیا پورې به زموږ اړیکې په تخنیکي کچه دوام ولري.»
هغه همدارنګه روښانه کړه چې د جرمني او افغانستان ترمنځ اړیکې د هېوادونو ترمنځ دي، نه د دولتونو ترمنځ، نو له همدې امله د خبرو اترو امکانات موجود دي او جرمني دا خبرې اترې ترسره کوي.
په ورته وخت کې، فریدریش میرتس وویل چې اوس مهال له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو یوه بله الوتنه روانه ده. هغه ټینګار وکړ چې د جرمني حکومت په ګډه له فدرالي ایالتونو سره دا توان پیدا کړی چې د هغو افغان کډوالو شمېر زیات کړي چې قانوني اقامت نه لري او ټولې پناهغوښتنې پرې شوې دي.
میرڅ د قطر له حکومت څخه مننه وکړه چې د طالبانو له چارواکو سره د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه د خبرو په منځګړیتوب کې یې مهم رول لوبولی دی. هغه څرګنده کړه چې جرمني هڅه کوي یوې ګډې حل لارې ته ورسیږي او دا بهیر د ایتلاف دننه په ګډه روان دی.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه به په صراحت خبرې وکړي، خو د مشخصو کسانو په اړه به عامه څرګندونې ونه کړي.