د ماشومانو د ژغورنې سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې په ایران کې د کډوالو د کړکېچ په اړه بې پروا پاتې نه شي.
دغه سازمان وايي چې یوازې په جون میاشت کې له ۸۰ زرو څخه ډېر ماشومان له ایرانه افغانستان ته تللي دي، او د اسلام قلعه په سرحدي لاره کې وضعیت ستونزمن دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې شړل شوي کډوال له لوږې، وېرې او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
په ورته وخت کې، له ایرانه یو شمېر راستنېدونکي آمو ته وایي چې دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او په هیواد کې د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي.
له بلې خوا، د ایران د ښځو د حقونو فعالانو یوې ډلې په یوه پرانیستي لیک کې له دې هیواد څخه له بلې خوا، د ایران یو شمېر د ښځو د حقونو فعالانو په یوه پرانستې لیک کې له دې هېواد څخه د افغان کډوالو شړل غندلي او د هغوی د شړلو بهیر د ژر تر ژره درولو او له کډوالو سره د «امنیتي چلند» بندېدو غوښتنه کړې ده.
د اسلام قلعه سرحدي لاره له ایرانه د راستنیدونکو له لویې څپې سره مخ ده. هره ورځ په لسګونو زره کډوال له دې لارې هیواد ته ننوځي. د ماشومانو د ساتنې سازمان اعلان وکړ چې یوازې په جون میاشت کې، ۸۰ زره ماشومان له خپلو کورنیو سره افغانستان ته ننوتي، او دوی له لوږې، ویرې او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان د حقوقي چارو مشره، سمیرا سید رحمان، وايي: «یوازې په جون کې، له ۸۰ زرو څخه ډیر ماشومان افغانستان ته ننوتي دي. دا واقعاً سخته ده چې هغه وضعیت تشریح کړو چې موږ یې دلته ګورو. کورنۍ غمجنې دي؛ دوی په ایران کې د پریښودل شوي ژوند په اړه غمجن دي. دوی د هغه ژوند په اړه وېره لري چې ټاکل شوې په افغانستان کې یې ولري. دوی هغه افغانستان ته راستنیږي چیرې چې په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې د لوږې په جدي کچه کې دی.»
ډېری کورنۍ چې له ایرانه ایستل شوي اوس په هرات ښار کې دي او خپلو زیږنځایونو ته د لیږدولو په لټه کې دي. دوی وايي چې د کرایې ورکولو لپاره پیسې نه لري.
خپلو ولایتونو ته د راستنیدونکو کډوالو لپاره، لید هم تیاره دی.
د دندو، ټولنیزو خدمتونو او سرپناه نشتوالی هغه ننګونې دي چې کډوال یې یادونه کوي او وايي چې دوی د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي.
له ایرانه ایستل شوی کډوال، امیر شاه، وايي: «څه به زما برخلیک وي، کله چې حتی یو افغانۍ هم په جېب کې نه لرم؟ زه څلور لکه افغانۍ پوردار یم، ښځه مې نهو میاشتو مخکې وفاته شوې، او اوس دوه واړه ماشومان راسره دي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، په تیره اونۍ کې هره ورځ له ۲۹ زرو څخه ډیر خلک له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، او د روان کال د مارچ له ۲۰ راهیسې له ۱.۳ میلیون څخه ډیر خلک له ایرانه هیواد ته ننوتي دي. په دې پړاو کې له ایرانه د راستنیدونکو کډوالو په کړکیچ کې سرپناه، خواړه او روغتیایی خدمتونه ترټولو مهمې اندیښنې ګڼل کیږي.