کډوالي

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر باید «سمدستی ودرول» شي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه د هغه افغان وګړو په زوره ایستلو لړۍ غندلې او ویلي يې دي چې دا وضعیت سخت اندېښمنوونکی دی.

کارپوهانو ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر باید «سمدستی ودرول» شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ایستنو بهیر باید سمدستي ودرول شي. افغانستان د بېرته ستنیدونکو لپاره خوندي هېواد نه دی، په ځانګړې توګه له هغه راهیسې چې نږدې څلور کاله مخکې طالبان واک ته رسېدلي، د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.»

دغو کارپوهانو د د افغان وګړو د بېرته ستنولو کچه حیرانونکې بللې ده.

هغوی ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱.۹ میلیونه افغانان بېرته تللي یا ایستل شوي دي.

د هغوی په وینا، له پاکستان څخه تر ۳۰۰ زرو ډېر کسان ستانه شوي او له ایران څخه تر ۱.۵ میلیونه زیات، چې پکې یوازې له جون ۲۴مې راهیسې ۴۱۰ زره کسان له ایرانه ایستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، زرګونه بېرته ستانه شوي کسان بې سرپرسته ماشومان دي

دوی زیاتوي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل وروسته، د افغانانو جبري ایستل زیات شوي، حتی هغه کسان هم ایستل شوي چې قانوني اسناد یې درلودل. له دې سره، د امنیتي ګواښونو په پلمه د افغان ضد دریځونو شدت موندلی دی.

کارپوهانو ټینګار وکړ: «د ایستنو بهیر باید سمدستي ودرول شي. افغانستان د بېرته ستنیدونکو لپاره خوندي هېواد نه دی، په ځانګړې توګه له هغه راهیسې چې نږدې څلور کاله مخکې طالبان واک ته رسېدلي، د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.»

کارپوهانو وویل: «هغه کسان چې جبراً بېرته لېږدول کېږي، د امنیتي ګواښونو، تعقیب، او تاوتریخوالي له خورا واقعي خطرونو سره مخ دي.»

دوی یادونه وکړه چې په افغانستان کې ښځې او نجونې سیسټماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوياو  او جنډر اړوند متنوع کسان د جرمونو او سزاوو له خطر سره مخ دي. تېرې اوونۍ د نړیوال جزایي محکمې له لوري د طالبانو پر مشر او قاضي‌القضات د بشري ضد جرمونو – د جندر او سیاسي باورونو پر بنسټ د ځورونې – په تور د نیولو امرونه صادر شول.

کارپوهانو زیاته کړه چې پخواني حکومتي او امنیتي چارواکي، قاضیان، څارنوالان، د طالبانو پالیسیو ته منتقد فعالان، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان، مذهبي او قومي لږکي په ځانګړې توګه له خطر سره مخ دي.

هغوی وايي: «هیڅ هېواد باید دا جدي خطرونه له پامه و نه غورځوي – دا کار به د دوی له اخلاقي او حقوقي مسؤلیت سره ښکاره بې‌غوري وي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو بیا بیا خبرداری ورکړی چې دا ډول ایستنې د نه بېرته ستنولو اصل نقضولای شي.

دوی وویل: «د ایستنو اندازه او جبر دومره پراخ شوی چې هېوادونه نشي کولای د هر افغان د فردي خوندیتوب اړتیاوې په عادلانه ډول وارزوي.»

هغو ویلي، زیات افغانان له تبعیض، بد چلند، اختیاري نیونو او بند سره مخ شوي، چې دا د نړیوالو کډوال او بشري حقونو قوانینو خلاف عمل ګڼل کېږي.

دغه کارپوهان وايي: «موږ اندېښنه لرو چې نور هېوادونه هم د افغانانو د ایستلو پرېکړه کوي، او یو شمېر یې د بیا مېشتېدو پروګرامونه ځنډولي یا بند کړي، چې له امله یې له خطر سره مخ افغانان په ناڅرګند برخلیک کې پاتې دي – حتی هغه کسان چې د بیا مېشتېدو قضیې یې مخکې تصویب شوې وې.»

دوی د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې، هم د افغانستان لپاره او هم د هغو کوربه هېوادونو لپاره چې افغانان پکې اوسېږي، څو د هغوی نړیوالو خوندیتوب اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، اوس مهال له څلورو میلیونو زیات افغانان د جګړو او طبیعي افتونو له امله دننه بې‌ځایه شوي دي.

کارپوهانو غوښتنه وکړه چې د افغانانو لپاره د دریمو هېوادونو د بیا مېشتېدو او بدیلو لارو چارو پراخولو ته اړتیا ده، او کوربه هېوادونو ته د هغوی د وتلو اسانتیاوې باید برابرې شي.

هغوی ویلی: «موږ له ټولو غړو هېوادونو غواړو چې ژر تر ژره هغو سازمانونو ته کافي مالي ملاتړ برابر کړي چې بېرته ستنو شویو افغانانو ته بیړنۍ بشري مرستې او د بېرته ادغام ملاتړ وړاندې کوي.»

دوی د کورنیو د جلا والي، په ځانګړې توګه د ماشومانو، او ښځو – په تېره بیا د ښځینه سرپرستو کورنیو او هغو ښځو چې له محرم پرته دي – د ځانګړو خطرونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د هغوی په وینا، د طالبانو له لوري پر ښځینه بشري کارکوونکو بندیز دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.