سیاست

طالبان: پاکستان او ازبکستان په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړې چې حکومتونه یې په افغانستان کې د تلپاتي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سمیه ییز اتصال د پروژو بشپړ ملاتړ کوي.

دغه وزارت د طالبانو، ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چاروز وزیرانو درې اړخیزې غونډې په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ازبکستان او افغانستان غواړي چې افغانستان د سیمو د نښلوونکي هېواد محوري رول ولوبوي.

تېره ورځ (پنجشنبه) د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په یوې درې اړخیزې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېدل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لوریو یادونه وکړه چې په افغانستان کې راغلی امنیت او ثبات کولای شي د افغانستان او سیمې ګډې ګټې تأمینې کړي.»

درې واړو لوریو همدارنګه د ټرانس افغان د وسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړه.

د خبرپاڼې په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، د ټرانس افغان پروژه نه یوازې سیمه ییز اتصال پیاوړی کوي،بلکې ددرې واړو هیوادونو ګډې ګټې تأمینوي.

 له دې مخکې درې واړه خواوې د وری ۱۴۰۲ کال په اسلام‌‎آباد کې خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته ترسره کړې وه، او د وری ۱۴۰۴ کال کې په کابل کې یوه درې اړخیزه ناسته او همدارنګه په هماغه میاشت کې په پکن کې بله درې اړخیزه ناسته شوې ده.