سیاست

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورسېد

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې ښاغی سعیدوف د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه په رسمي سفر نن غرمه کابل ته ورسېد.

طالبانو ویلي، چې ښاغلی سعیدوف به د هغوی له رئیس الوزرا محمد حسن سره په لیدنه کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمه ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه هم بحث او خبرې وکړي.

همداراز د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.

له دې مخکې درې واړه خواوې د وری ۱۴۰۲ کال په اسلام‌‎آباد کې خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته ترسره کړې وه، او د وری ۱۴۰۴ کال کې په کابل کې یوه درې اړخیزه ناسته او همدارنګه په هماغه میاشت کې په پکن کې بله درې اړخیزه ناسته شوې ده.