امنیت

سرچینې: وسله‌والو خوست کې د سرحدي ځواکونو یو پخوانی قومندان وژلی

د خوست ولایت انځور

په خوست ولایت کې سیمه‌یېزې سرچینې آمو ته وایي، چې د دغه ولایت په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ګل ولي دین په نوم د پخواني جمهوري نظام د سرحدي ځواکونو یو قومندان تېره ورځ  په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي، پېښه په رڼا ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پر دوو موټر سایکلو سپرو وسله‌والو د مندوزیو ولسوالۍ په بازار کې پر ګل ولي دین برید وکړ.

د معلوماتو له مخې، هغه د چرګانو د پلور یو کوچنی دوکان درلود.

عینی شاهدان وایي، چې د پېښې له ځایه  وسله‌وال  بریدکوونکي وروسته پرته له کوم خنډه په ګڼه ګوڼه کې د سیمې وتښتېدل.

ګل ولي دین د خوست د تڼیو ولسوالۍ د پیرانو کلي اصلي اوسېدونکی و او د جمهوري نظام پر مهال یې د سرحدي ځواکونو په لیکو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

نوموړي ته  نیږدې کسان د آمو سره خبرو کې  وایي، چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.

یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په هېواد کې ګڼ شمېر پخواني امنیتي چارواکي د هدفي وژنو، ربړونو او یا هم جبري ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

که څه هم د طالبانو حکومت بیا بیا ژمنه کړې، چې پخوانیو دولتي کارکوونکو ته یې عفوه کړې، خو پر ځمکه د حالاتو انځور بل ډول دی. ګڼې کورنۍ شکایت کوي چې د دوی خپلوان بې له کوم جرم یا محکمې څخه وژل شوي، بنديان شوي یا هم د زور زیاتي هدف ګرځېدلي دي.

د بشري حقونو سازمانونو هم وار له مخې اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پخواني نظام پوځي او ملکي مامورين په دوامدار ډول له خطر سره مخامخ دي او په ډېرو مواردو کې د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مل دی.

د ګل ولي دین وژنه د یادې سلسلې دوام ګڼل کېږي، چې نه یوازې د نوموړي کورنۍ، بلکې د ټولې سیمې اوسېدونکي یې خواشيني کړي دي. خلک له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له ادارو غواړي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.