له هلمند ولایت څخه سرچینې وايي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ په سیند کې د یوه تراکتور د چپه کېدو له امله ۱۲ تنه مړه شوي دي او څلور نور ټپيان دي.
پېښه نن سهار د دغه ولایت د پنجاودو کښتیو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې تراکتور له سيند څخه د تېرېدو پر مهال واوښت.
د سرچینو په وینا، ټول ۱۶ تنه له اوبو څخه رایستل شوي دي.
