د بریټانیا د «ټیلیګراف» ورځپاڼې راپور ورکړی چې له ۲۰۰ ډېر پخواني افغان سرتیري او پولیس د طالبانو لهخوا وژل شوي دي.
دغې ورځپاڼې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو لسګونو غړو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې او دا نوملړ د یوه خپلواکه تحقیقي پلاوي لهخوا راټول شوی دی. راپور ټینګار کوي چې د هغو افغانانو وضعیت ډېر ناوړه دی، چې له بریټانوي او امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و.
راپور زیاتوي، طالبانو ادعا کړې چې د هغو کسانو لېست، چې له بریټانوي ځواکونو سره یې کار کاوه او د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د بریټانیا د دفاع وزارت لهخوا افشا شوی و، دوی ته رسېدلی دی. له هماغه وخت راهیسې، طالبان د دې لېست د شاملو کسانو په لټه کې دي.
ټیلیګراف بربنډه کړې چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یوه ځانګړې څانګه چې «یرموک ۶۰» نومېږي، د دغو کسانو د پیدا کولو لپاره موظفه شوې ده. خو طالبان تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
راپور وایي چې دا نوملړ هغه کسان پکې شامل دي چې د بریټانیا د دفاع وزارت لهخوا د پناه غوښتنې تر پلان لاندې نوملیکنه شوې وه. دا هغه افغانان دي چې له بریټانوي ځواکونو سره یې کار کړی و او د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته، ټاکل شوې وه چې بریټانیا ته انتقال شي.
خو ټیلیګراف وايي چې له هغه وخت راهیسې، یعنې د پټو معلوماتو له افشا کېدو وروسته، طالبانو تر ۲۰۰ ډېر پخواني سرتیري او پولیس وژلي، او دا شمېرې په یوه دوسیه کې ثبت شوې دي.
لا تر اوسه دا معلومه نه ده چې د دې لېست له مخې څومره کسان طالبانو پېژندلي، تعقیب کړي او وژلي دي.
د بریټانیا د دفاع وزیر، جان هیلي، د چهارشنبې په ورځ اعتراف وکړ چې «په ډاګه نشي ویلی» چې ایا څوک د دې معلوماتو د خپرېدو له امله وژل شوی که نه.
خو هغه ټینګار وکړ چې د معلوماتو له افشا کېدو درې کاله وروسته، «ډېره بعیده» ده چې په دې لېست کې شاملېدل دې د طالبانو لهخوا د هدف ګرځېدو خطر زیات کړي.
د سې شنبې په ورځ، د بریټانیا سترې محکمې د معلوماتو د بانک د کارونې بندیز لیرې کړ او اجازه یې ورکړه چې دا افشا شوې قضیه په لومړي ځل راپور شي. خو محکمې لا هم هغه امر ساتلی چې د دې بانک د کارونې له لارې د هغو افغانانو هویت افشا کول منع کوي، چې ښایي د دې له امله له خطر سره مخ شي.
ورځپاڼه زیاتوي، د افغان ځانګړو ځواکونو له وژل شویو پخوانیو سرتېرو څخه، ځینې ځوانان او منځني عمر لرونکي کسان وو چې د طالبانو لهخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترور شوي. ځینې یې حتی له خپلو کورنیو سره یو ځای وژل شوي دي.