سیاست

پاکستان: په افغانستان کې ملي اجماع او ټول‌شموله حکومت زموږ کلیدي لومړیتوب دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق‌دار، د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې ملي اجماع او په دولتي جوړښتونو کې د قومي او سیاسي ګډون تضمین د کلیدي لومړیتوبونو له ډلې څخه دي.

هغه زیاته کړه چې ګډونوالو ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ څخه پاک افغانستان ملاتړ ډېر مهم دی.

ښاغلي اسحاق‌دار وویل: «موږ د افغانستان د بیا رغونې او د پرمختګ په اړه ګډه پوهه لرو، او دا چې افغانستان باید یو خپلواک، بې‌طرفه، سوله‌ییز او له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک هېواد وي.»

هغه همدارنګه وویل چې په غونډه کې د سیمه‌ییز امنیت د پیاوړتیا په اړه بحث وشو، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نږدې ټول د شانګهای سازمان غړي هېوادونه له طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکې ژوروي.

خو طالبان د ټولو لوریو او قومونو د ګډون پراخ حکومت جوړولو وړاندیز رد کړی او ادعا کوي چې د دوی واکمني ټول‌ګډونه ده.

خو ځینې افغانان او منتقدین وایي چې طالبان یوازې د خپلو کسانو واکمني لري او نورو ته د حکومت په چارو کې د ګډون موقع نه ورکوي.

هغوی همدارنګه وايي چې طالبان حتی په ټیټه کچه دولتي ادارو کې خپلو کسانو ته دندې ورکړي او ډېر پخواني کارمندان یې له دندو ګوښه کړي دي.