د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د ناڅاپي سېلابونو له راوتو وروسته یې ۲۳۹ زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې برابرې کړې دي.
دغې ادارې نن دوشنبه پر ایکس لیکلي، چې د دوی ټیمونه د پېښې له سیمو سره رسېدلي او د مرستو د لومړۍ پړاو په ترڅ کې یې اړمنو کورنیو ته د استوګنې خېمې، د اړتیا وړ د کور سامانونه او روغتیایي بستې ویشلې دي.
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د زیانونو او بیړنیو اړتیاوو ارزونه لا هم روانه ده او د دوی د مرستو ټیمونه اوس هم په سیمه کې شتون لري.
د ادارې په وینا، وروستیو سېلابونو په ننګرهار کې د خلکو کورونه وران کړي، لسګونه کورنۍ یې بېکوره کړې او د خلکو مالونو او سیمهییزو زیربناوو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.