منځنی ختیځ

۳۹ فلسطینیان د اسراییلو په تازه بریدونو کې ووژل شول

د غزې پر تړانګې د اسراییلو د تازه بریدونو په پایله کې، لږ تر لږه ۳۹ فلسطینیان وژل شوې دي. الجزیرې راپور ورکړی، چې په وژل شویو کې هغه کسان هم شته، چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ ول.

نن هم د غزې په ټوله برخه کې د اسرییلي ځواکونو هوایي او ځمکنۍ یرغل او بریدونو دوام درلود. د غزې د مدني دفاع بنسټ ویلي، چې د نن ورځې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ فلسطینیان وژل شوې دي.

الجزیرې هم راپور ورکړی، چې د قربانیانو په ډله کې ۲۰ تنه هغه کسان وو، چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره د نصیرات په پنډغالي کې په کتارونو کې ولاړ ول. خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د قربانیانو او زخمیانو په منځ کې ماشومان هم شته.

د اوسېدو کورونه او د بې ځایه شویو پناه ځایونه هم په نښه شوې دي. پرون شنبې ورځ، د غزې د اوسېدونکو لپاره تر ټولو مرګونې ورځ وه. چې نږدې ۱۱۰ فلسطینیانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دغو شمېرو له ډلې ۳۴ کسان یې یوازې هغه کسان ول، چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د غزې په یوازني فعال د مرستو د وېش مرکز څېرمې ته یې انتظار اېسته.

ورته مهال، د الجزیرې د راپور پر بنسټ، د غزې شمالي بیت حانون ښار هم د اسراییلو لخوا بمبار شوې ده. د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو په دغه ښار پنځوس بمونه غورځولې دي. د غزې په بصره سیمه کې هم یو ماشوم پر یوه استوګنیز کور باندې تر برید وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ او په یوه بل برید کې یوه ښځه مړه او درې ماشومان ټپیان شوې دي.

د غزې یو اوسېدونکی وايي: «خلکو؛ وګورئ، د هغه ګناه څه ده؟ د دغه کوچنۍ ماشومې جلۍ ګناه څه ده چې توغندی یې په سر لګېدلی؟ د هغه ګناه څه ده چې په لوږه ویده کېږي؟»

د دې بریدونو هم مهاله، اسرییلي ځواکونو د غزې په لویدیځه غاړه کې هم شپني عملیات ترسره کړې دي. د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د دې سیمې په فلسطیني مېشتو دوه ښارګوټو یرغل کړی.

ورته مهال، یو شمېر فلسطیني وګړو ویلي، چې په لویدیځه غاړه کې یو شمېر اسراییلي اوسېدونکو هم د دوی پر کورونو بریدونه کړې دي. خو له دې ټولو سره سره، په غزه کې د یوه اروبند د ټینګښت په موخه ټولې هڅې له ستونزو سره مخ شوې دي.

رویټرز خبري آژانس د فلسطیني او اسراییلي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې قطر کې د اوربند په اړه خبرې، د غزې له تړانګې د اسراییلي ځواکونو د وتلو په سر د اختلاف له امله، درېدلې دي.